د خېبر پښتو نخوا له پېښور ښار څخه د داخله او جراحي ناروغیو د ډاکټرانو یوه ډله خوست ته راغلې، تر څو د دې سیمې هغه شمېر ناروغانو درملنه وکړي، چې دوی پيښور ته د درملنې او تداوۍ له پاره د خپلو ناروغانو د بیولو اقتصادي توان نه لري او یا په لاره کې يې د تګ او راتګ ستونزې درلودې.
د پنجشنبې پر شپه خواوشاه نهه بجې د خوست ولایت د تریزیو لسوالۍ بابرک تاڼې ته نږدې د کوچیانو پر کورونو توغندي لګیدلي او ملکي کسانو ته يې مرګ زوبه اړولې ده.
د افغانستان ولسمشرکانګرس ته په خپله وینا کې له واشنګټن سره پرښو اړیکو ټینګار وکړ، ده په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې په اړه وویل چې د فساد له ورکیدو سره به د افغانانو پرمخ د خوشبختۍ ورونه پرانیستل شي.
د کابل د دویمې امنیتي حوزې دروازې ته نږدې چاودنه مرګ ژوبله لري.په سیمه کې د مشال راډیو خبریال د عیني شاهدانو په حواله وایي چې شاوخوا ۱۵ ولسي وګړي یې لیدلي چې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.
د خوست ولایتي شورا، ولسي جرګې او د بیلابیلو مدني ټولنو او ټولنیزو سازمانونو یو شمېر غړو د یوې خبرې ناستې پرمهال د یاد ولایت ځايي اداره په ظلم او فساد تورنه کړه او د مرکزي حکومت او په خپله ولسمشر اشرف غني څخه يې غوښتنه وکړه، چې دا چارواکي دې له دندو ګوښه او د حساب له پاره دې عدلي او قضايي ادارو ته وروپيژني.
په جلال اباد کې د بزګر د جشن تر عنوان لاندې د کرنيزو او توليدي محصولاتو درې ورځینی نندارتون پرانستل شو. دغې نندارتون کې په لسګونو شرکتونو خپل تولیدات نندارې ايښي وو.
د تېرې دوشنبې پر ورځ ناوخته په غزني ښار کې د ماشومانو د لوبو په يوه ميدان کې چاودنه شوې ده چې پکې شپږ تنه ماشومان وژل شوي او نهه نور ژوبل دي.
د سيمې يو تن قومي مشر مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی به د خپل ځان د دفاع په خاطر اولادونه په سيمه ييزو پولیسو کې ګماري.
د پکتیکا د پوهنې رئیس په دې خوښي څرګندوي، چې دوی ته د اړوند وزارت له خوا په کافي اندازه کتابونه رسیدلي او دوی هم حتی لیرې پرتو ولسوالیو او په هغو کې ټولو ښوونځیو ته کتابونه ورکړي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې هیواد یې له امنیتي نظره له سخت پسرلي سره مخامخ دی
جواس خان خوستی د ازادۍ راډيو د ۱۳۹۳ م لمريز کال غوره شخصیت وټاکل شو. نوموړی د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د ورژلې د غرنۍ سیمې اوسیدونکی دی.
د ننګرهار والي مولوی عطاالله لودین نن د ۱۳۹۴م لمريز کال په لومړۍ ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال له خپلې دندې استعفاه ورکړه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته