جواس خان خوستی د ازادۍ راډيو د ۱۳۹۳ م لمريز کال غوره شخصیت وټاکل شو. نوموړی د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د ورژلې د غرنۍ سیمې اوسیدونکی دی.
د ننګرهار والي مولوی عطاالله لودین نن د ۱۳۹۴م لمريز کال په لومړۍ ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال له خپلې دندې استعفاه ورکړه.
د خوست ښار په زړه د خواجه متون غونډۍ په اوږدو کۍ د نوروز یا نوي کال دورځې په رانږدې کېدو د میلو او ټنګ ټکور د محفلونو شمېر ډېر شوی دی.
د خوست ورزشکاران وايي، چې د نورو کالونو سره په توپیر کې، سږ به د نوي کال له پاره د بیلابیلو لوبو یو شمېر ټورنمینټونه په خوست کې جوړ شي.
د ننګرهار پوهنتون پنځوسمه کليزه د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د پنجشنبې يل زیارت په ورځ ونمانځل شوه. دغې غوندې ته د افغانستان د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر په ګډون د ولسي او مشرانو جرګو يو شمير استازي هم بلل شوي ول.
د هلمند په نننۍ موټربم چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.د هلمند مرستیال محمد جان رسولیارپه سیمه کې مشال راډیو ته وویل، چې ټپيان او وژل شوي ټول عام وګړي یا د ملکي ادارو مامورین دي.
په جلال اباد کې يوې مدني ټولنې د لغمان او ننګرهار په سيلاب ځپلو کورنيو خوراکي توکي وويشل. د افغانستان د سولې او پرمختګ په نوم مدني ټولنې په هغو درې سوه کورنيو خوراکي وويشل چې په دې وروستو کې يې کورونه د سختو بارانونو او سيلابونو له وجې زیانمن شوي وو.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیت په اړه اندېښنه وښوده د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په دې هیواد کې د داعش یا اسلامي دولت په نامه ډلې د فعالیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
د پکتیکا ولایتي شورا د ملي یووالي له حکومت نه غوښتنه کوي، چې خپل اختلافونه دې یوې خواته کړي او په دې هېواد کې دې د یو شمېر نویو امنیتي تهدیدونو د مخنیوي له پاره تیاری ونیسي.
د جلال اباد ښار کې د تيرې يوې میاشتې راهيسې په لسګونه نرسري فارمونه پرانستل شوي او ډول ډول میوه لرونکي او زینتي بوټي په کې خرڅلاو ته ايښودل شوي چې خلک په ډير شوق ورځي، د خپلې خوښې بوټي اخلي او په خپلو ځمکو باغونه جوړوي.
د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی، په انتخاباتي ادارو او سیسټم کې د اصلاحاتو راوستل مهم بولي او وايي چې د حکومت مشران مکلفه دي څو په دې اړه خلکو ته ځوابګویه وي.
د هند وزیراعظم نریندر مودي په تیر نومبر میاشت کې د نیپال په پلازمینه کټمنډو کې د سیمه ییزې همکارۍ د سازمان د سرمشرې پر مهال افغان ولسمشر بلنه ورکړې وه چې هند ته ورشي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته