د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی، په انتخاباتي ادارو او سیسټم کې د اصلاحاتو راوستل مهم بولي او وايي چې د حکومت مشران مکلفه دي څو په دې اړه خلکو ته ځوابګویه وي.
د هند وزیراعظم نریندر مودي په تیر نومبر میاشت کې د نیپال په پلازمینه کټمنډو کې د سیمه ییزې همکارۍ د سازمان د سرمشرې پر مهال افغان ولسمشر بلنه ورکړې وه چې هند ته ورشي.
په ننګرهار کې د روشن افغانسنان د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ پيل شوې. په دې سيالیو کې به د افغانستان په کچه څلور لوبډلې په خپلو منځونو کې مسابقې تر سره کوي چې اته ورځې به دوام وکړي.
په خوست کې یو شمېر هغه ځوانان، چې ټولنیزه میډیا په ځانګړي ډول فیسبوک کاروي او په خپلو کې يې له دې لارې سره اشنايي وه، اوس يې ملګرتیا طبعي او حقیقي ګرځیدلې ده، په خپلو کې يې سره موندلي او تر هغه زیات، چې په دې وروستیو کې دوی په ګډه یو شمېر ټولنیزو فعالیتونو ته مخه کړې ده.
په خوست کې د بشري حقونو د ترویج او عامه پوهاوي د پروګرامونو کارکوونکي وايي، چې رسنۍ باید له یوې خوا خلکو ته د عدالت غوښتنې فکر او پوهه ورکړي او بل لوري ته هغه مسئلې هم راپورته کړي، چې پکې د خلکو حقوق تر پښو لاندې کیږي.
د غزنی سیمه ایز چارواکي وایي ، لس تنه مسافر چی د دې ولایت له جاغوري ولسوالۍ نه غزني ښار ته روان وو په لاره کی د وسله والو کسانو لخوا تښتول شويدي.
په ننګرهار کې د پولیو ناروغۍ ضد واکسینو درې ورځنی کمپاین د یکشنبې په ورځ پيل شو. ددې کمپاين د پرانیستلو په غونډه کې د ننګرهار د روغتیا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل : په پام کې لري،چې
په خوست کې د هغو فعالیتونو او بیلابیلو پروژو د پرمخبیولو له پاره، چې د ښځو په برخه کې فعالیت کوي، د داسو نجونو او ښځو اړتیا بیخي زیاته ده، چې دوی د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او انټرنیټ د کارونې وړتیا ولري.
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او جمهوري ریاست ته کاندیدې شهلا عطا په خپل کور کې د نامعلوم دلیل له مخې ساه ورکړې ده.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کميسیون وایي چې د ولسمشرۍ په تیرو دوو انتخاباتو او د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د درغلیو د څیړلو په هدف یې یو تحقیقاتي راپور چمتو کړی دی.
افغانستان او پاکستان د هغو افغان کډوالو په ثبتولو موافقه کړې چې تر اوسه په پاکستان کې د اوسېدو سندونه نه لري.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د ملي اردو د تندر ځواکونو له تعلیمي مرکز څخه شپږسوه تنه سرتیري تر فراغت وروسته څلورو ولایتونو ته، چې یاده قوا هلته سرتیري لري، د پوځي دندو د اجراء له پاره ولیږل شول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته