پاکستان او افغانستان په پاکستان کې د نارجسټرډ شوو افغانانو د ستونزې د حل لپاره د یو ګډ کمېسيون پر جوړلو اتفاق کړیدی.دا کمېسيون به د نادرا ، افغان کډوالو کمشنرېټ ، وفاقي حکومت او د افغان سفارت پر چارواکو مشتمل وي.
په خوست کې د غلام خان بندر له پاره د ۳۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت نوي تاسیسات یا ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په ننګرهار کې د بشر د حقونو خپلواک کميسیون وايي چې سږکال له دوی سره د تير کال په نسبت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتې پيښې ثبت شوي دي چې دوی یې لاملونه په خلکو کې عامه پوهاوی او قانون ته لاسرسی بولي.
د هندوکش غرونو په لمن کې پرته دره نور ولسوالي که په قدرتي حسن ښایسته ده ، خو خلک یې ناداره دي او لا هم پکې کورونه په پاخه او اساسي ډول نه دي جوړ شوي، داسې پېښې په یاده ولسوالۍ کې تر دې وړاندې هم شوي دي.
د خوست ښار ختیزه برخه کې د سبزیو او تازه میوې د خرڅولو یوه سیمه شته، چې دا مهال په کې سلګونه کسان کاروبار کوي، خو په باراني موسمونو کې يې ستونزه داوي، چې د ښار ټولې اوبه په همدې ځای ورځي او تر څنګ يې په دې ځای کې دومره خټې او ولاړې ناپاکې اوبه وي، چې حتا پلي کسان هم په کې په اسانۍ تګ او راتګ نه شي کولای.
اتم مارچ چې د ښځو د نړيوالې ورځې سره سمون خوري، د نورې نړۍ په څیر په افغانستان کې هم نمانځل کيږي.
د خوست د کرهڼې ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال به په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه زره نوي نیالګي کینوي.
په خوست کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو غړي غوښتنه کوي، چې ولسي جرګې ته راروانې ټاکنې باید د قانون سره سمې په ټاکلي وخت ترسره شي.
د افغانستان حکومت د پاکستانیو پولیسو له خوا د خپلو ډیپلوماتانو په نیول کېدو اسلام اباد ته سخت احتجاج کړی او په دې اړه یې د هراړخیزه پلټنو غوښتنه کړې.
په ننګرهار کې د ولسي پوليسو د فعالولو دوه ورځنی سيمينار د اتوار په ورځ پيل شو.په دې سيمينار کې به په داسې يوه طرحې کار وشي چې له امله يې د پوليسو او ولس تر منځ فاصلې راکمې شي.
د افغانستان و لسمشر محمد اشرف غني په هیواد کې د وروستیو اورښتونو په نتیجه کې د اوښتو تلفاتو له کبله ایران ته خپل رسمي سفر وځنډاوه.
د افغانستان د هلمند ولایت د مارجې ولسوال احمد شفیع سوله مل وايي افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو د ولکې نه د یرغمل شویو ولسي کسانو د راخوشې کولو په موخه ډېر په احتیاط عملیات کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته