یاده دې وي چې پاکستان تر اوسه په روان نړیوال کپ کې دوه لوبې ترسره کړي او دواړه یې بایللې دي. پاکستان هم خپلې دوې لومړنۍ لوبې بایللې دي.
په خوست کې یو شمېر کارپوهان او قومي مخور وايي، داسې ښکاري چې د افغانستان او سیمې د ستونزو د هوارۍ لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو تر منځ همکاري ډېره شوې ده.
امريکا وايي په افغانستان کې د نوي ملي حکومت پرمختګ ته په کتو سره به ولسمشر باراک اوباما د افغان ولسمشر امنيتي پلان د قوي کولو لپاره په داسې لارو چارو غور کولی شي چې پکې د امريکايي ځواکونو پر کرار کرار ويستلو غر کول شامل دي.
د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د دوو قبيلو ترمنځ جګړې کې ګڼ خلک هغه وخت ووژل شول چې د زمکې پر سر يې نښته وکړه. د ځايي خلکو په خبره سيمه کې جګړه لا هم دوام لري او مشران کوشش کوي
په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو د دریو سترو قومونو وزیرو، داوړو او محسودو مشران وايي، چې دوی سره په خوراکي توکیو کې یوازې د اوړو، غوړیو او دالو مرسته بسنه نه کوي، بلکې کډوالو سره دې د بورې، چای، وریژو، مۍ، لوبیا او نورو توکيو مرستې هم وشي.
د ننګرهار د ښځو چارو مشرې انیسې عمراني په انګيزه شینواري بمي چاودنه يوه غير انساني او غیر افغاني عمل وباله
په ننګرهار کې د پوليو د مخنيوي په غرض ماشومانو ته د واکسینو د څاڅکو ورکولو درې ورځنی کمپاين پیل شو. په دغه کمپاين کې به په ختيځو ولایتونو کې تر نهه لکه پورې هغو ماشومانو ته واکسين تطبیقيږي چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.
د افغانستان په خوست ولايت کې پوليسو يو کس د يو ماشوم د تښتولو په تور نيولی دی. پر دي سړی دا تور هم پورې شوی چې پخوا يې په سړکونو کې بمونه ايښودل او تر دې مخکې زنداني شوی هم وو.
د افغانستان د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې ایراني ځواکونو پنځه تنه افغان کارګران وژلي، پنځه یې ټپیان کړي او لس نور یې له ځانه سره بیولي دي.
مدني فعال سپین روان نورزی وايي، چې ولسي جرګه باید تصمیمونه ملي ګټو ته په پام سره ونیسي له هغې پرته به ولس په راتلونکې کې پر دوی د خپلو استازیو په توګه باور ونکړي.
ملا روف د کجکي دازادن اوسېدونکی وو او په کجکي کي په داسي حال کي د یوې بې پیلوټه الوتکې تر برید لاندي راغلي دي چي د سپرلۍ په موټر کي وو.
شل تنه د دولت وسله وال مخالفين له خپلو درنو او سپکو وسلو سره، د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې سره يو ځای شول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته