د افغانستان د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې ایراني ځواکونو پنځه تنه افغان کارګران وژلي، پنځه یې ټپیان کړي او لس نور یې له ځانه سره بیولي دي.
مدني فعال سپین روان نورزی وايي، چې ولسي جرګه باید تصمیمونه ملي ګټو ته په پام سره ونیسي له هغې پرته به ولس په راتلونکې کې پر دوی د خپلو استازیو په توګه باور ونکړي.
ملا روف د کجکي دازادن اوسېدونکی وو او په کجکي کي په داسي حال کي د یوې بې پیلوټه الوتکې تر برید لاندي راغلي دي چي د سپرلۍ په موټر کي وو.
شل تنه د دولت وسله وال مخالفين له خپلو درنو او سپکو وسلو سره، د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې سره يو ځای شول.
افغان چارواکي وايي پاکستان ته د د پوځي روزنې لپاره ځينې افغان پوځيان به د کابل او اسلام اباد تر منځ امنيتي همکارۍ ښې او ډېرې شي خو افغان څيړونکي دا کار د هيواد په زيان بولي. ياده دي وي چې افغانستان دا موقف لري چې پاکستان افغانستان کې بدامني جوړوونکو طالبانو ته ځای ورکوي او مرسته ورسره کوي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا مشال راډیو ته په استول شوي بېګاني بیان کې ویل شوي، سرتېري تېره ورځ اسلام اباد ته ورسېدل.
د خوګياڼو ولسوالۍ يو تن قومي مشر سید جهان جهاني په خپلو خبرو کې وويل، دولت ته په کار دي چې په داسې يو کړنلاره کار وکړي چې د ولسونو باور تر لاسه کړي
په کابل کې دامریکا سفارت د یکشنبې په ورځ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وویل چې ددوی حکومت د زیانمنو شویو افغانو کورنیو سره د نږدې څلور دیرشو میلیونو ډالرو خوراکي توکیو مرسته کوي.
د کندهار فرهنګیانو د پښتو ژبې د نامتو هنرمند عبیدالله جان کندهاري قبر وموند او له ځانګړو مراسمو وروسته یې په دولتي پروټوکول د کندهار ولایت په شور اندام سیمه کې بیرته خاورو ته وسپارلو.
په خوست کې یو شمېر علمي، فرهنګي او ټولنیز شخصیتونه وايي، چې اوسمهال په پښتون قوم کې حوصله او د منښتې صفت ډېر شوی او پښتانه د هر هغه چاته درنښت او عزت کوي، چې د دی لوی ټبر د ژوند او فرهنګ د ودې او پرمختګ له پاره رښتینی خدمت کوي.
له ولایتي شوراګانو څخه د څار او نظارت حق تر اخیستل کېدو وروسته د شنبې په ورځ د پکتیکا ولایتي شورا غړو هم د شورا دروازه وتړله.
د جمعې په ورځ د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د وسلو او چاوديدونکو موادو یو شمېر ډيپو ګان نيول شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته