په ننګرهار کې يوې مدني ټولنې ۹۵ تنه ځوانان د ژورنالیزم، اداره او منجمنټ او سیاسي اصطلاحاتو په برخه کې په لنډ مهالي ښوونيز کورس کې وروزل او د فراغت سندونه يې ورکړل.
د بشري حقونو فعالان وايي، چې په افغانستان کې د ټولنې د یو شمېر نورو بې وزله وګړو په شان معلولین، معیوبین او د جګړو د قربانیانو د کورنیو غړي هم په ژوندانه کې له بیلابیلو کړاونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د آسيا زړه کنفرانس کې که څه هم له افغانستان او سيمې د ترهګرۍ د له مینځه وړلو او سولې او ثبات راوستو په اړه بحثونه کيږي
افغان چارواکي وايي افغان ولسمشر به دوه ورځې وروسته د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان کې د اسيا زړه غونډه کې په ګډون کولو سره د سولې د مذاکراتو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. په همدي حال کې افغان چارواکي زياتوي چې د طالبانو مشر، ملا اختر محمد منصور ته منسوب د نوې غږيز پيغام تصديق نه شي کولی
افغان طالبانو د یو غږیز پیغام په خپرولو سره ادعا وکړه چې دا یې د مشر ملا اختر منصور غږ دی ، د چا په اړه چې د ژوبلیدو او یا هم وژل کېدو تاوده راپورونه خواره دي. دوی وايي له دې غږیز پیغامه جوتیږي چې په پاکستان کې د نوموړي د ژوبلیدو یا وژل کېدو راپورونه بې بنسټه دي.
د ننګرهار چارواکو نن خبر ورکړ چې په دغه ولایت کې د وسله والې ډلې داعیش پورې تړلي شپږ کسان د افغان ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملا اختر محمد منصور ټپي کېدل نه مني. مجاهد او طالبانو تر دوو کلونو پورې د ملا عمر مرګ پټ ساتلی وو. آن د هغه په نامه يې پر خپل ويب سايټ او مطبوعاتو ته په مختلفو موقعو د هغه پيغامونه هم خپرول.
د خوست مدني فعالان او رضا کارانو نن دغلته د اطلاعات او کلتور په رياست کې د رضاکارانو نړيواله ورځ ولمانځله. دوی وايي چې له پخوا څخه رضا کاره کارونه په پښتنو کې دود دي او له دې لارې د ډېر کارونه په لږ لګښت کيدلی او د خلکو تر منځ مينه زياتيدلی شي.
افغان چارواکو نن (جعمه) د وسله والو طالبانو د مشر ملااخترمحمدمنصور چې له څو میاشتو راهیسې د دې ډلې د مشرۍ د مقام پر سر د خپلو سیالانو له مخالفت سره مخامخ و، مړینه تایید کړه.
که څه هم په خوست کې لسګونه بارګینونه یا موټر پلورنځي شته، چې هره ورځ په کې د موټر ګڼې سوداوې کیږي، خو تر څنګ يې د خوست د متون په خوړ کې هم د هرې جمعې په ورځ له سهاره تر مازدیګره د موټرو د خرڅولو، رانیولو او بدلولو لویه میله جوړیږي.
د خوست دیني عالمان، قومي مشران او مدني فعالان وايي، چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د افغان حکومت له خوا د یاد ولایت سره د مور او میرې سلوک شوی او د خلکو غوښتنو او اړتیاوو ته پاملرنه نه ده شوې.
د پکتیکا ولایت د زرغون ولسوالۍ قومي مشران او مدني فعالان وايي، چې د یادې سیمې اوسیدونکي د پوهنې، سړکونو او روغتیا په برخو کې له ګڼو سره مخامخ دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته