د چارشنبې پر ورځ د پکتیکا لسګونو ځوانانو او د یو شمېر هغو مدني بنسټونو فعالانو چې په ځانګړي ډول د ځوانانو په برخه کې په فعالیت بوخت دي، د یوې غونډې په ترڅ کې هوډ وکړ، چې په خپلو کې به یووالۍ ساتي او په ټول توان به د خلکو د سیاسي شعور د وېښتابه
چارواکي وايي، له کندهار څخه را روان د احمد شاه ابدالي کمپنۍ له مسافرو ډک څلور سوه څلور ډوله موټر تر غزني ښار راتېر شوی وو چې د روضې په سيمه کې له يو ټېلر سره جنګېدلی او درې تنه مسافر يې وژلي دي.
په ننګرهار کې د کرکټ مينه والو بيګا د زمبابوی پر وړاندې ميچ کې د افغان لوبغاړو بريالۍ هڅې د ښار په منځ کې پر لوی سکرين وکتلې. تر نيمې شپې په سلګونو ځوانان په جلال اباد ښار کې پښتونستان واټ کې د دغې لوبې کتلو لپاره ناست وو چې افغانستان وګټله. دوی په آخره کې اتڼنونه هم وکړل.
خوست ښار چې د پنځوس کاله پخوا نقشې له مخې اباد شوی او د هرې ورځې په تيریدو سره پراخیږي، تنګه او محدوده ساحه
افغان حکومت وايي، په راتلونکې میلادي میاشت کې به افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د افغان سولې خبرو په باب په کابل کې یوه غونډه وکړي.
افغان چارواکي وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستاني پوځ د مشر جنرل راحېل شريف سره نن په کابل کې ولیدل او د طالبانو د سولې د مذاکراتو د پيلولو تر څنګ د سيمې پر امنيت خبرې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې لا هم طالبانو خپلې حملې نه دي ودورلي.
افغان حکومت وايي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش په خلاف يې له څو مياشتو راهيسې په بېلابېلو ځايونو کې عمليات کړي او په سلګونو يې وژلي. دوی وايي اوس يې هغه ريډيو هم بنده کړې چې د خلکو د وېرولو لپاره يې نشرات کول.
د ننګرهار ولايت قومي مشران او د ولايتي شورا غړو نن جلال اباد کې د يوې غونډې په کولو سره غوښتنه وکړه چې دغلته دې د امنيت لپاره سخت ګامونه واخلي. کابل کې افغان چارواکو ويلي چې دوی پوره کوشش کوي چې د ټولو وسله والو خلاف پريکنده عمليات وکړي.
د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف په داسې مهال کابل ته ځي او د طالبانو د سولې د خبرو په اړه افغان مشرانو سره ويني چې لا هم افغانستان کې سختې جګړې روانې دي. آيا د جنرل راحيل شريف سفر به د طالبانو د جګړو د زور په کمولو او د سولې د خبرو په پيلولو کې مرسته وکړي؟
د ښاغلي مودي په سفر کې افغان پوځ ته د هند ام آی ۳۵ ډوله څلور پوځي هیلي کوپټرې هم تسلیم شوې چې د افغان ولسمشر له خوا یې تود هرکلی وشو.
هندی وزیراعظم نرېندر مودي وايي، افغانستان به یوازې هغه مهال بریالی شي چې د پولې هغې خوا ته د ترهګرو ځالې وتړل شي.
هندی وزیراعظم نرېندر مودي د افغانستان د سفر پر مهال د هغه هېواد پارلېمان نوې وداني پرانیزي او افغان هوايي ځواک ته درې هیليکاپټرې سپاري.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته