د خوست دیني عالمان، قومي مشران او مدني فعالان وايي، چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د افغان حکومت له خوا د یاد ولایت سره د مور او میرې سلوک شوی او د خلکو غوښتنو او اړتیاوو ته پاملرنه نه ده شوې.
د پکتیکا ولایت د زرغون ولسوالۍ قومي مشران او مدني فعالان وايي، چې د یادې سیمې اوسیدونکي د پوهنې، سړکونو او روغتیا په برخو کې له ګڼو سره مخامخ دي.
افغان چارواکي وايي، د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې د طالبانو د يوی خپلمنځي جګړی پر مهال سخت ژوبل شوی دی .
نن ماسپښین خواوشا دوه بجې د خوست- ګردیز د سړک په اوږدو کې د خوست د ولایتي شورا یو استازي حبیب خان تڼیوال په ګاډي پسې چاودنه شوې، چې له کبله يې دوه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي، خو په خپله وکیل له دې پيښې روغ وتلی دی.
خان شهيد نه يوازې يو ملت پاله سياستوال وو بلکې په پښتو ژبه يې ګڼ کتابونه ليکلي او ژباړلې هم دي. نوموړي د پښتنو د سياسي بيدارۍ لپاره يوه ورځپاڼه هم چاپوله او د پښتنو د حقونو لپاره يې تر ديرشو ډير کلونه د برطانيه او پاکستان په زندانونو کې تېر کړي دي.
د خوست د ځدراڼ میشتو ولسوالیو اوسیدونکي وايي، چې دوی په خپلو سیمو کې د اوبو، روغتیا، پوهنې او سړکونو په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
په ننګرهار کې د پوليو پر ضد د ويکسینو څلور ورځينی کمپاین پيل شو. د روغتيا چارواکي وايي چې په دغه کمپاین کې به څه باندې شپږ لکه هغو ماشومانو ته د ګوزڼ پر ضد څاڅکي ورکول کيږي چې عمرونه يې تر پنيځو کلونو کم وي
د افغانستان په سویل ختیز زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر استازي وايي، چې د یاد زون په دریو ولایتونو خوست، پکتیا او پکتیکا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې اوه سلنه ډېروالۍ راغلی دی.
د ناټو عمومي سکرتر یینز سټولټنبرګ وايي افغان ځواکونه د طالبانو او نورو وسله والو ډلو خلاف په پوره پیاوړتیا سره جنګیږي.
پاکستاني وزيراعظم د افغان ولسمشر سره د طالبانو د روغې جوړې د مذاکراتو په اړه خبرې کړي. که څه هم چارواکو دا نه دي ويلي چې دا خبرې به کله پيل شي خو زياته کړې يې ده چې ترهګر به د سولې ګډوډولو ته نه پريږدي.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال په خپلو خبرو کې تمه څرګنده کړه چې د ښځو لپاره د جوړ شوي پلاند تطبیق لپاره ښځي او سړي په ګډه کار وکړي.
د دوشنبې په ورځ د خوست ولایتي شورا غړو په یوه خبري ناسته کې د تڼیو د ولسوالۍ د ولسي چیغې ستاینه وکړه
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته