افغان چارواکي وايي د ټاپي ګيس د امنيت لپاره پر طالبانو د اغېز کارولو، د پاکستان د دفاع وزیر خبره ځکه د حيرانۍ نه ده چې د دواړو اړيکې له چا پټې نه دي. افغانستان دغه بيان په سختو ټکو کې غندلی دی. په همدې حال کې څيړونکي وايي د ټاپي ګيس پروژې سره به په افغانستان کې امنيت ښه شي.
د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې چارواکو نن د دسمبر په دیارلسمه نیټه د پنځلسو بهرنیو وګړو د نیولو خبر ورکړ.
د ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ګیسو د نل لیکې د غزولو پروژه « ټاپي » د دسمبر په دیارلسمه نیټه رسما د ترکمنستان په میري سټي ښار کې پرانیستل شوه.
په ننګرهار کې د شپږو ولسواليو شینوارو په سيمه کې د امنیت د ټيګښت په غرض شپږ ماده ييزه قومي تړه اعلان کړه. نور حال د جلال اباد نه د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد په ريپوټ کې راکوي.
د خوست یو شمېر ځوانان غواړي د خلکو د فکري بدلون له پاره کار وکړي، د دوی له انده خلک باید په کلیوالي او اطرافي ژوندانه کې د ځنو منفي دودونو له اغېز او د مناسباتو له وړې دایرې راووځي او د پرمختللي او هوسا ژوندانه په فکر کې شي.
د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي کله چې نیول شوي بهرنیان د پلټنې لپاره د ملي امنیت ریاست ته یووړل شول، نو په هغوی کې یو بهرنۍ میرمنې په خپلو باروتو خپلځان ته چاودنه ورکړه
د افغان ولسمشر دفتر اعلان کړی چې محمد مسعود اندرابي د اشرف غني لخوا د هېواد استخباراتي ادارې لنډمهاله مشر ګمارل شوی دی.
د ننګرهار والي وايي دوی به په اچین ولسوالۍ کې داعش پرضد زر تنه محلي خلک د پولیسو په چوکاټ کې مسلح کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني اسلام اباد کې د اسيار زړه کنفرنس کې وويل چې افغانستان کې سوله د سيمې د اقتصادي ترقۍ لپاره ډيره ضروري ده. د پاکستان وزيراعظم نوازشريف بيا وويل چې د افغانستان په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ به جاري ساتي.
په ننګرهار کې يوې مدني ټولنې ۹۵ تنه ځوانان د ژورنالیزم، اداره او منجمنټ او سیاسي اصطلاحاتو په برخه کې په لنډ مهالي ښوونيز کورس کې وروزل او د فراغت سندونه يې ورکړل.
د بشري حقونو فعالان وايي، چې په افغانستان کې د ټولنې د یو شمېر نورو بې وزله وګړو په شان معلولین، معیوبین او د جګړو د قربانیانو د کورنیو غړي هم په ژوندانه کې له بیلابیلو کړاونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته