په ننګرهار کې د شپږو ولسواليو شینوارو په سيمه کې د امنیت د ټيګښت په غرض شپږ ماده ييزه قومي تړه اعلان کړه. نور حال د جلال اباد نه د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد په ريپوټ کې راکوي.
د خوست یو شمېر ځوانان غواړي د خلکو د فکري بدلون له پاره کار وکړي، د دوی له انده خلک باید په کلیوالي او اطرافي ژوندانه کې د ځنو منفي دودونو له اغېز او د مناسباتو له وړې دایرې راووځي او د پرمختللي او هوسا ژوندانه په فکر کې شي.
د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي کله چې نیول شوي بهرنیان د پلټنې لپاره د ملي امنیت ریاست ته یووړل شول، نو په هغوی کې یو بهرنۍ میرمنې په خپلو باروتو خپلځان ته چاودنه ورکړه
د افغان ولسمشر دفتر اعلان کړی چې محمد مسعود اندرابي د اشرف غني لخوا د هېواد استخباراتي ادارې لنډمهاله مشر ګمارل شوی دی.
د ننګرهار والي وايي دوی به په اچین ولسوالۍ کې داعش پرضد زر تنه محلي خلک د پولیسو په چوکاټ کې مسلح کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني اسلام اباد کې د اسيار زړه کنفرنس کې وويل چې افغانستان کې سوله د سيمې د اقتصادي ترقۍ لپاره ډيره ضروري ده. د پاکستان وزيراعظم نوازشريف بيا وويل چې د افغانستان په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ به جاري ساتي.
په ننګرهار کې يوې مدني ټولنې ۹۵ تنه ځوانان د ژورنالیزم، اداره او منجمنټ او سیاسي اصطلاحاتو په برخه کې په لنډ مهالي ښوونيز کورس کې وروزل او د فراغت سندونه يې ورکړل.
د بشري حقونو فعالان وايي، چې په افغانستان کې د ټولنې د یو شمېر نورو بې وزله وګړو په شان معلولین، معیوبین او د جګړو د قربانیانو د کورنیو غړي هم په ژوندانه کې له بیلابیلو کړاونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د آسيا زړه کنفرانس کې که څه هم له افغانستان او سيمې د ترهګرۍ د له مینځه وړلو او سولې او ثبات راوستو په اړه بحثونه کيږي
افغان چارواکي وايي افغان ولسمشر به دوه ورځې وروسته د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان کې د اسيا زړه غونډه کې په ګډون کولو سره د سولې د مذاکراتو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. په همدي حال کې افغان چارواکي زياتوي چې د طالبانو مشر، ملا اختر محمد منصور ته منسوب د نوې غږيز پيغام تصديق نه شي کولی
افغان طالبانو د یو غږیز پیغام په خپرولو سره ادعا وکړه چې دا یې د مشر ملا اختر منصور غږ دی ، د چا په اړه چې د ژوبلیدو او یا هم وژل کېدو تاوده راپورونه خواره دي. دوی وايي له دې غږیز پیغامه جوتیږي چې په پاکستان کې د نوموړي د ژوبلیدو یا وژل کېدو راپورونه بې بنسټه دي.
د ننګرهار چارواکو نن خبر ورکړ چې په دغه ولایت کې د وسله والې ډلې داعیش پورې تړلي شپږ کسان د افغان ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته