د افغانستان د نورو ولایتونو په څير په ننګرهار کې هم د پوليو په ضد د ويکسینو د څاڅکو درې ورځينی کمپين پيل شو.
د پکتيا په ډنډې پټان ولسوالۍ سرحدي پوستو کې جنګ روان دی، همدې ولسواليو ته د تګ راتګ لار هم تړلې ده، هلته ويل کيږي، چې وسلوال په نورو ولسواليو هم د بريدونو پلان لري او تر دمه هېڅ نه دی شوي يوازې سرحدي پوليس جګړه کوي.
د افغانستان په شمال کې د عامه نظم امنیتي مسولین وايي چې په تیرو شپږو میاشتو کې په دغه زون کې تر سره شوو عملیاتو کې ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د خوست شیخ زاید پوهنتون استادان او محصلان انديښنه لري، که چیرې د یاد پوهنتون ودانۍ په اساسي ډول ونه رغول شي، نو ممکن په راتلونکې کې د زلزلو او نورو طبعي پيښو پر وړاندې د مقاومت تاب ونلري.
که څه هم په خوست کې ورزش پرمختیا کړې او ډیری مروجې لوبې دلته غښتلي ورزشکاران لري، خو د خوست له ساحې د باندې که چیرې دوی د ولایتونو په سطحه مسابقاتو کې برخه اخلي، یا په ملي کچه سیالیو ته ورځي نو بیا يې مالي امکانات ډېر محدود او لږ وي.
تېر کال داسې مهال د خوست د کرنې ریاست له خوا د غنمو د اصلاح شوي تخم وېش پیل شو، چې د کر وخت تېر شوی وو، خو سږ کال بیا اصلاً د کرنې ریاست بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش پروګرام نه لري.
کابل: په افغانستان کې د قدرتي پيښو په وړاندي وزارت وايي چې په دې هېواد کې د تیري ورځي په زلزله کې ۷۶ تنه وژل شوي او ۲۶۸ تنه ټپیان شوي دي.
زلزلې په افغانستان او پاکستان کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله ور په برخه کړې ده
د امریکا ځمکپوهنې اداره وايي، د زلزلې مرکز په هندوکش غره کې وو او پر رېښتر درجه یې زور ۷.۷ وو. د پاکستان موسمیاتو اداره وايي، د زلزلې زور ۸،۱ وو. په باجوړ کې د خار هیډکوارټر روغتون ته ۴ مړي او له ۱۰ څخه زیات ژوبل شوي کسان وروړل شوي دي.
د افغانستان مشرانو جرګې د یکشنې ورځې عمومې غونډه تر ډيره د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف وروستیو څرګندونو ته ځانګړې کړې وه.
د افغانستان دفاع وزارت وايي په تیرو دوو شپو ورځو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ملي اردو ۱۹ سرتیري وژل شوي دي.
د افغانستان د ختيځ زون د اوو ولایتونو لپاره په ننګرهار کې د ۲۰۲ شمشاد زون په نوم د امنیتي ادارو تر منځ د همغږۍ مرکز یکشنبې په ورځ پرانستل شو او د زون د مسوول د پيژندنې مراسم تر سره شول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته