که څه هم په خوست کې ورزش پرمختیا کړې او ډیری مروجې لوبې دلته غښتلي ورزشکاران لري، خو د خوست له ساحې د باندې که چیرې دوی د ولایتونو په سطحه مسابقاتو کې برخه اخلي، یا په ملي کچه سیالیو ته ورځي نو بیا يې مالي امکانات ډېر محدود او لږ وي.
تېر کال داسې مهال د خوست د کرنې ریاست له خوا د غنمو د اصلاح شوي تخم وېش پیل شو، چې د کر وخت تېر شوی وو، خو سږ کال بیا اصلاً د کرنې ریاست بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش پروګرام نه لري.
کابل: په افغانستان کې د قدرتي پيښو په وړاندي وزارت وايي چې په دې هېواد کې د تیري ورځي په زلزله کې ۷۶ تنه وژل شوي او ۲۶۸ تنه ټپیان شوي دي.
زلزلې په افغانستان او پاکستان کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله ور په برخه کړې ده
د امریکا ځمکپوهنې اداره وايي، د زلزلې مرکز په هندوکش غره کې وو او پر رېښتر درجه یې زور ۷.۷ وو. د پاکستان موسمیاتو اداره وايي، د زلزلې زور ۸،۱ وو. په باجوړ کې د خار هیډکوارټر روغتون ته ۴ مړي او له ۱۰ څخه زیات ژوبل شوي کسان وروړل شوي دي.
د افغانستان مشرانو جرګې د یکشنې ورځې عمومې غونډه تر ډيره د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف وروستیو څرګندونو ته ځانګړې کړې وه.
د افغانستان دفاع وزارت وايي په تیرو دوو شپو ورځو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ملي اردو ۱۹ سرتیري وژل شوي دي.
د افغانستان د ختيځ زون د اوو ولایتونو لپاره په ننګرهار کې د ۲۰۲ شمشاد زون په نوم د امنیتي ادارو تر منځ د همغږۍ مرکز یکشنبې په ورځ پرانستل شو او د زون د مسوول د پيژندنې مراسم تر سره شول.
افغان چارواکي وايي د افغانستان په جوزجان کې د خم آب ولسوالۍ له نيولو وروسته به په هغو سرحدي سیمو کې نظامي عملیات دوام وکړي چې په کې د ترهګرو مرکزونه دي.
د جمعې پر ورځ د خوست شاعرانو، د ادب او فرهنګ مینه والو د یوې ادبي دستورې له لارې د پښتو ژبې د درویشتو شعري ټولګو ویناوال، مشر شاعر وزیر محمد روغ لیونی ولمانځه او د ده د ادبي هڅو او کوښښونو ستاینه يې وکړه.
د غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت د جغتو ولسوال محمد داوو ګلستانی نن (پنجشنبه) سهار له ولسوالۍ څخه ښار ته روان وو چې پر لاره ورباندې طالب وسله وال پېښ شوي دي.
نن د چارشنبې پر ورځ د افغانستان د لوړو زده کړو د پخواني وزیر پوهاند محمود سوما جنازه د خوست په متون کې د دوی په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته