د افغانستان مشرانو جرګې د یکشنې ورځې عمومې غونډه تر ډيره د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف وروستیو څرګندونو ته ځانګړې کړې وه.
د افغانستان دفاع وزارت وايي په تیرو دوو شپو ورځو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ملي اردو ۱۹ سرتیري وژل شوي دي.
د افغانستان د ختيځ زون د اوو ولایتونو لپاره په ننګرهار کې د ۲۰۲ شمشاد زون په نوم د امنیتي ادارو تر منځ د همغږۍ مرکز یکشنبې په ورځ پرانستل شو او د زون د مسوول د پيژندنې مراسم تر سره شول.
افغان چارواکي وايي د افغانستان په جوزجان کې د خم آب ولسوالۍ له نيولو وروسته به په هغو سرحدي سیمو کې نظامي عملیات دوام وکړي چې په کې د ترهګرو مرکزونه دي.
د جمعې پر ورځ د خوست شاعرانو، د ادب او فرهنګ مینه والو د یوې ادبي دستورې له لارې د پښتو ژبې د درویشتو شعري ټولګو ویناوال، مشر شاعر وزیر محمد روغ لیونی ولمانځه او د ده د ادبي هڅو او کوښښونو ستاینه يې وکړه.
د غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت د جغتو ولسوال محمد داوو ګلستانی نن (پنجشنبه) سهار له ولسوالۍ څخه ښار ته روان وو چې پر لاره ورباندې طالب وسله وال پېښ شوي دي.
نن د چارشنبې پر ورځ د افغانستان د لوړو زده کړو د پخواني وزیر پوهاند محمود سوما جنازه د خوست په متون کې د دوی په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.
په ننګرهار کې د جمعيت اصلاح په نامه يوې خيريه ټولنې د جنګونو له امله بې ځايه شويو دوه سوه کورنيو سره د خوراکي توکو او د کورني استعمال د لوښو مرسته وکړه.
په دغه کمپاین کې د جلال اباد ښاروال او مدني فعالان دوکان په دوکان وګرځېدل او له هغوی یې غوښتنه کوله چې ناروا څیکېدل ودروي او خپل انګړونه پاک وساتي.
CNN په خپله ویب پاڼه لیکي په کابل پوهنتون کې په لومړي ځل د ښځو او د جنسي مطالعاتو یا جینډر سټډیز پروګرام پیل شوی دی. دا به د دغه هیواد ښځو ته ډیره ګټه ورسوي، چې د کلونو کلونو جنګونو یې په ژوند بدې اغیزې کړي، او اوس په افغان ټولنه کې خپل ځای جوړوي.
راپورنه وايي د جرمني خیریه موسسې یوه ښځينه کارمنده چې څه موده مخکې په کابل کې تښتول شوې وه خوشې شوې ده.
د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې تیره شپه لسګونو وسله والو د یادې ولسوالۍ پر امنیتي کمربند حملې کړي اوځینX سیمي یې نیولي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته