د اکتوبر دویمه نيټه چې د عدم تشدد له نړیوالې ورځې سره نومول شوې، په جلال اباد کې د دغه فلسفې لارویانو د باچاخان بابا په مزار د د يوې غونډې په تر سره کولو سره ونمانځله. دغه غونډه افغان ملي غورځنګ رابللې وه چې په ننګرهار سربيره په کې له کابل، کونړ او لغمان ولایتونو څخه هم د عدم تشدد په لسګونو لارویانو برخه اخیستې وه.
د خوست ښاروالۍ چارواکي وايي، چې په تېر یو کال کې د ښاروالۍ عواید د نورو کلونو په پرتله نږدې ۵۱ سلنه لوړ شوي دي.
افغان ولسمشر اشرف غني وايي، یوازې به د هېواد ملي امنیتي ځواکونه په کندوز کې د وسله والو پر ضد جنګېږي.
د افغانستان اجرایي رییس عبدالله عبدالله وایي ،د ملګرو ملتو د عمومي غونډې په ترڅ کې یې نړیوالو ته دا پیغام ورساوه چې پاکستان ترهګر روزي، پناه ورکوي او افغانستان ته یې استوي.
افغان چارواکي وایي چې امنیتي ځواکونو د پراخو عملیاتو په ترڅ کې نن سهار د کندوز د ښار زیات شمیر مهمې سیمې بیرته له وسله والو طالبانو ونیولې.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې په ولسي کورنو کې د طالبانو پټېدو ولس له سخت خطر سره مخامخ کړی دی.
د کندز امنیه قوماندان وايي، چې د بهرنیو وسله والو په ګډون لږترلږه ۸۰جګړه مار وژل شوي او د ښار ځينې مهمې برخې یې بیرته نیولې دي.
د چارشنبې پر ورځ د خوست د ځايي ادارې یو شمیر مسوولینو او خلکو په یوه ګډه ناسته کې د خبرو پر مهال د وزیرستاینو کډوالو سره روانې مرستې کمې وبللې او ويې ویل، چې دا مرستې په هيڅ ډول د میشتو کډوالو د کورنیو له پاره بسنه نه کوي،
دغه چارواکو پر کندز ښار پرونۍ حمله تروریستي عمل ګڼلی او ویلي یې دي چې په حمله کې د القاعده شبکې؛ د ازبکستان د اسلامي تحریک وسله والو او نورو بهرنیو جګړه مارو برخه درلوده.
وسله والو له نن ګهیځ وختي راهیسې له څو لوریو د کندز پر ښار وسله واله حمله پیل کړې چې لا هم جګړه روانه ده.
پروسږ کال هم د پکتیکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د واليبال سياليو پرمهال ځانمرګى بريد شوی وو، چې له امله يې خواوشا ٦٤ تنه وژل شوي او تر ٩٠ پورې ټپيان شوي ول.
د ننګرهار د اچین ولسوالۍ مسولین وايي په دې ولسوالۍ کې د داعیش وسله والې ډلې په نوم د افغان ځواکونو سره جنګیدونکي کسان په اصل کې د پاکستان د پوځ کسان دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته