په دغه کمپاین کې د جلال اباد ښاروال او مدني فعالان دوکان په دوکان وګرځېدل او له هغوی یې غوښتنه کوله چې ناروا څیکېدل ودروي او خپل انګړونه پاک وساتي.
CNN په خپله ویب پاڼه لیکي په کابل پوهنتون کې په لومړي ځل د ښځو او د جنسي مطالعاتو یا جینډر سټډیز پروګرام پیل شوی دی. دا به د دغه هیواد ښځو ته ډیره ګټه ورسوي، چې د کلونو کلونو جنګونو یې په ژوند بدې اغیزې کړي، او اوس په افغان ټولنه کې خپل ځای جوړوي.
راپورنه وايي د جرمني خیریه موسسې یوه ښځينه کارمنده چې څه موده مخکې په کابل کې تښتول شوې وه خوشې شوې ده.
د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې تیره شپه لسګونو وسله والو د یادې ولسوالۍ پر امنیتي کمربند حملې کړي اوځینX سیمي یې نیولي دي.
د افغانستان د نورو ولایتونو په څير په ننګرهار کې هم روانه اوونۍ د سرې مياشتې د اوونۍ په نوم ونومول شوه.
په وروستیو کالونو کې په خوست کې ادبي او فرهنګي هڅو د ځوانانو د ژوندانه په ټولنیز اړخ ډېر اغېز پریباسلی، دوی نه یوازې په پراخه کچه زده کړو ته مخه کړې ده، بلکې تر څنګ يې د کلتوري او علمي جوړښتونو او ټولنو له لارې د علم، ادب او کلتور په ډګرونو کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري.
د غزني ولایت امنیه قومندان وايي، تر څو ورځو جګړو وروسته یې بالاخره د کابل کندهار لار له وسله والو پاکه کړې ده.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې په تيرو څلرويشتو ساعتونو کې يې د پلټنو پر مهال اوه تنه وسله وال د سپکو او درنو وسلو سره نيولي او دوه تنه يې وژلي دي.
د خوست ولایت چارواکي وايي چې وسلوال مخالفین د یاد ولایت د سرحدي سیمو د ناامنه کولو فکر لري.
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د داعش وسله والې ډلې پنځه مهم غړي وژل شوي ډي.
په لغمان ولايت کې پر سلو یتیمو ماشومانو چې نجونې او هلکان په کې شامل ول، د HHRD په نوم د یوې مرستندویه موسسې له خوا درسي توکي او نقدې مرستې وویشل شوې.
په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې یادو ځواکونو د غزني ولایت د مرکز اړوند سیمو او یو شمېر ولسوالیو کې د وسله والو پر ضد عملیات کړي، چې ۶۴ وسلوال په کې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته