د ملي غورځنګ لسګونو غړو د پنجشنبې پر ورځ د کابل په زرنګار پارک کې د پاکستان دجمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان پرضد مظاهره وکړه. مظاهره کوونکو د نوموړي پر ضد شعارونه ورکړل.
د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو له هغو بې کوره شوو افغان کډوالو سره د ژمي مرستې پیل کړې دي چې د هیواد په سړو سیمو کې ژوند کوي.
د افغانستان د جمهوري ریاست یوه منبع وایې، ټاکل شوې سبا ته (د جنوري اتمه) د پاکستان د سیاسي ګوندونو او قومي مشرانو یو هیئت کابل ته راشي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا ته په عربي متحد اماراتو کې له ایرلنډ او سکاټلنډ سره د خپلو دوستانه لوبو لړۍ پیل کړي.
د چارشنبې په ورځ تر غرمې وړاندې د یوولسو بجو پرمهال د خوست ښار لویدیز لوري ته د اداري کمپلیکس په سیمه کې د پولیسو په روزنیز مرکز د دریو تنو ځانمرګو برید کوونکو له خوا برید وشو.
په ننګرهار کې ۲۱ تنه د دولت وسله وال مخالفين د سولې پروسې سره یو ځای شول.دغه وسله وال مخالفين د سه شنبې پر ورځ د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې په انګړ کې له دولت سره يوځای شول.
جنرال فیض الله غیرت وویل، چې په دې دواړو پيښو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي وسله وال مخالفین به په ۲۰۱۵ کال کې هم زیاتې حملې کوي خو افغان پوځ یې بشپړې دفاع ته چمتو دی.
چارواکي وايي، بريد څه باندې لس بجې د قلات ښار کابل بانک ته څېرمه شوی او هدف يې د زابل امنيت امير غلام جيلاني فراهي وو.
د پاکستان حکومت د تېرې دسمبر میاشتې بر شپاړسمه نېټه د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسله والو طالبانو تر برید وروسته نه یوازې د مرګ له سزاګانو ځنډ لرې کړ بلکې پر ترهګر یې د مقدمو لپاره د پوځي عدالتونو د جوړولو په هڅو هم پیل کړی دی.
د ننګرهار په خيوې ولسوالۍ کې ښونکیو ته په دوه سوه جریبه سرکاري ځمکه د کورونو لپاره د نمرو (پلاټونو) ويش پيل شو چې اوه نيم سوه استاذانو ته به په کې نمرې ورکول کیږي.
افغان حکومت پاکستاني سیاست والو ته د کابل د سفر بلنه ورکړې څو د دواړو خواوو ترمنځ په دوه اړخیزو معاملاتو خبرو ته دریڅه پرانیستل شي. د افغانستان د ولسمشر ویاند مشال راډیو ته ددې سفر پخلی وکړ
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته