افغان چارواکي وايي د پاکستان وزيراعظم ورته ډاډ ورکړی چې له خيبر پښتونخوا څخه به افغان کډوال په زور نه ويستل کيږي او په دي اړه د يادې صوبې د وزيراعلی بيان د مرکزي حکومت دريځ نه دی.
امینه قوماندان په خوست کې یو شمېر هدفي وژنو په اړه وویل، چې دا ډول ډېری پيښې د شخصي دښمنیو له کبله منځته راځي.
د بوستانزو حوضې په بیانزو کلي د پېښې پر ضد د سنګين خلکو لاريون وکړ او له ولسمشره يې غوښتنه وکړه چې دسنګين پيښې ککړ دې عدالت ته وسپاري.
په دغه کمپاين کې عام ولس په ډیرې علاقه مندۍ د خپل وس سره سمه مرسته کوي
ډاکټر عالم اسحاقزی وايي چې که په ادارو کې د فساد مخه ونيول شي، افغانستان به له دې مجبوريته راووځي چې له نورو هيوادونو مرسته وغواړي.
د خوست سوداګر الف شاه منګل مشال راډیو ته وايي، چې د برښنا نه شتون د خوست پرمختیا مخه نیولې ده، دلته پانګوال چې کارخانو لګولو کې پانګونه وکړي
دنیا اسلم خان زیاتوي چې په پاکستان کې د راجسټرډ افغان کډوالو لپاره شپږ ځانګړي مرکزونه په پيښور، هري پور، اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او کوټه کې پرانیستل شوي دي
د خوست یو شمېر ښوونکي وايي، چې دوی د استوګنې لپاره د کورونو ځای نه لري، معاشونه يې په ښار کې د ورځني نرخونو په پرتله لږ دي، د تدریس له پاره هم سالم چاپیریال نه لري او همدارنګه د دوی د ظرفیت لوړونې له پاره روزنیز پروګرامونه په نشت حساب دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ایران او پاکستان کې به د افغان کډوالو د وژل کېدو او نیولو مسئله په جدي توګه تعقیب کړي.
په ننګرهار کې نجونې زده کوونکي که له یوې خوا د ملالې يوسفزۍ د نوبل مډال په اخيستو خوشالې دي، نوله بلې خوا تمه لري چې د ملاله فنډز نه دې د افغانستان د نجونو او ماشومانو د تعليمي کچې د لوړولو په برخه کې مرسته وشي.
د ناټو په مشرۍ نړیوال ایتلاف نن ( یکشنبه ) رسما د افغانستان لپاره د خپل ماموریت د پای ته رسولو اعلان وکړ.
د افغانستان په ختيځ کې د ژورنالستانو ملي ټولنې د پييښو پر مهال د امنيتي ادارو سره د ستونزو د حل په موخه يوه غونډه وکړه چې تر دوه سوه پورې هغو ژورنالستانو ته په کې پوهاوي ورکړل شو چې د ژورناليزم له لنډ مهاله کورسونو څخه فارغ شوي ول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته