د ننګرهار ولايتي شورا استازی ډاکټر لال محمد دراني هم د تيرو کلونو پر تله د کانکور د ازموینې سږنی بهير شفاف وګاڼه.
د ننګرهار او کونړ په هغو ولسواليو کې د پوليو په ضد د ویکسینو درې ورځینی ځانګړی کمپاين پیل شو چې د پوليو د ويروس له ګواښ سره مخ دي.
د ننګرهار پوليسو په دوه جلا جلا پېښو کېپه زرګونو کیلو ګرامه امونيم نایتريټ نیولي دي. چارواکي وايي چې د نيول شويو موادو څخه د بمونو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي. د یادو موادو په تور يې درې تنه هم نيولي دي.
د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ښوونکو د روزنې انسټیټیوټ له پاره د اوه دېرش مېليونه افغانيو په لګښت دوه بېلابېلې ودانۍ جوړې شوې، یادې ودانۍ چې د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت په مالي لګښت جوړې شوې، د اته سوه څخه تر زرو پورې د محصلانو د اوسیدو ځایونه لري.
افغان ولسمشر پرون (چارشنبه) په عشق اباد کې د ترکمنستان له ولسمشر سره د لیدو پر مهال پر یر لړ مختیایي پروژو خبرې کړې دې.
د ننګرهار پوليسو د جلال اباد ښار د يوه مارکيټ نه، تر يو نیم سل ميلو پورې بېلا بېليل ډول چره ييز ټوپک او تفنګچې راټولې کړي او پهتړاو يې دولس تنه نيولي هم دي.
د پکتيکا ولایت په مرکز ښرنه کې د چټک غبرګون د پولیسو له پاره د درې مېليونه اوه لکه ډالرو په لګښت بېلابېلې ودانې جوړې او ګڼه اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بشري حقونو څار نړیواله اداره په خپل تازه رپورټ کې وايي، افغان حکومت په دې کې پاتې راغلی چې خبریالانو ته د ګواښونو پېښو پلټنې وکړي او پړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري.
نن د چهارشنبې پر ورځ د خوست د ولایتي شورا غړو بالاخره په خپلو کې د یو تن سناتور او د اداري پلاوي د ټاکل کېدو پر سر د اختلافونه تر حلیدو وروسته خپله لومړنۍ کاري غونډه جوړه کړه.
د افغانستان ولسمشر وايي، هېواد يې غواړي په سيمه کې د اړیکو نوې لړۍ پيل کړي. افغان ولسمشرمحمد اشرف غني پرون (سېشنبه) په دې اړه په ارګ کې د ايران د بهرنیو چارو له وزيرمحمد جواد ظريف سره د ليدو پر مهال خبرې وکړې.
د ننګرهار چارواکي وايي په سلګونو کيلو ګرامه اپين، او يو نيم سل ليتره تيزاب يې له پينځو تنو سره نيولي او هم يې څلور تنه سړي تښتوونکي نيولي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته