ولسمشر اشرف غني نن (سېشنبه) په رسمي توګه څلوریشت کاندید وزیران او د دوو خپلواکو ریاستونو کاندیدان ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي کړل.
د نوې افغان د کابینې د غړیو معرفي کولو درې نیمې میاشتې وخت ونیوه چې د ملي وحدت حکومت چارواکو یې علت د وړو کسانو ټاکل یاد کړ.
د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې يې یوولس ټنه نشه يي توکي او د نشه يي توکو شپږ تنه قاچاق کوونکي نیولي دي.
ننګرهار کې د ۴ نيم ميليونه ډالرو په لګښت د برېښنا (بجلۍ) يو سب ستيشن له جوړيدو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شو. د بريښنا چارواکي وايي چې د دې سب سټیشن د فعاليدو له امله به د جلال اباد ښار د بريښنا ستونزه اتیا په سلو کې اواره شي.
د فراه د ولایتي شورا رییس سید بختیار هم دا مساله تایید کړې او ویلې یې دي چې ولسمشر دغه حکم د خلکو له پرله پسې شکایتونو وروسته کړی دی.
له وزیرستان څخه خوست ته راغلي یو شمېر افغان کډوال وايي، چې دوی هم له هغه ځایه دپاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله خوست ته راکډه شوي، خو دلته یوازې وزیرستانیو کډوالو سره مرستې کیږي او دوی سره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي.
دافغانستان دلوګر ولایت سیمه ایز چارواکي تاییدوي چې ددې ولایت په ځینو برخو کې داسلامي دولت وسله والې ډلې بیرغونه اوچت شوي او فعالیتونه یې پیل کړي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر ضددمبارزې مديريت ۳۱۰ ميله هغه وسلې چې په بیلابيلو پيښو او عملياتو کې يې لاسته راوړې وې، د اتوار په ورځ د ډایاګ د پروسې مسوولينو ته وسپارلې.
د افغانستان د بیلا بیلو برخو نه د اخ و ډب او د امنیتي ستونزو راپورونه رارسیدلي چې په ترڅ کې یې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې ده .
د ننګرهار چاروکي وایي، تيره شپه د دې ولایت په بتي کوټ ولسوالۍ کې نا مالومه وسله والو يو ځوان خبريال په ډزو وواژه.
د منګلو د قوم یو شمېر اوسیدونکي د افغان حکومت او ایتلافي قواوو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې د هغه هوايي برید پلټنه دې وکړي، چې څلور ورځې مخکې د دوی پر مشرانو د موسی خېلو ولسوالۍ د شولګر په سیمه کې شوی دی.
په خوست کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډ مرکز په جومات کې چاودنه شوې، چې په کې یو تن حکومت پلوی ملا وژل شوی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته