د منګلو د قوم یو شمېر اوسیدونکي د افغان حکومت او ایتلافي قواوو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې د هغه هوايي برید پلټنه دې وکړي، چې څلور ورځې مخکې د دوی پر مشرانو د موسی خېلو ولسوالۍ د شولګر په سیمه کې شوی دی.
په خوست کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډ مرکز په جومات کې چاودنه شوې، چې په کې یو تن حکومت پلوی ملا وژل شوی دی.
په خوست کې لا هم ډیری خلک د بشري حقونو په مسایلو نه پوهیږي، دوی فکر کوي، چې د بشري حقونو د بحث موضوع یوازې د ښځو د حقونو تامین او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړل دي او د بشري حقونو مسلې د نارینه وو سره کوم تړاو نه لري.
''جزیات خپرول یې تر وخت مخکې برېښي. د افغان حکومت له خوا به دا جزیات په مناسب وخت کې خپاره شي''
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د ټولو ملکي او پوځي ادارو هر اړخیزه ارزونه يې پیل کړی، تر څو له یوې خوا د ادارو ظرفیتونه او ترسره شوي فعالیتونه مالوم شي او بل لوري ته د پکتیکاوالو اساسي اړتیاوې او غوښتنې هم راټولې شي.
په جلال اباد کې په سلګونه تنو ځوانانو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې له افغان ولسمشر او اجرايیه ريس نه وغوښتل چې د خپلو کړنو وعدو په بنیاد دې، د ځوانانو لپاره مستقل وزارت جوړ شي.
د پکتیکا ولایت په جانخېلو ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا ریاست په چوکاټ کې د پنځه اتیا پروژو کارونه، چې سل میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي، پیل شوي دي.
ټول نوماندان به د افغانستان له ولسي جرګې ته د بارو رايې اخيستو لپاره ځي اود باور رايې اخیستو پس به د وزيرانو پهتوګه کار پیلوي.
د افغانستان د ولسمشر حقوقي سلاکار وایې، د کابینې غړي به سبا (د دوشنبې په ورځ) ولسي جرګې ته معرفي شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هیواد کې دداعش وسله والو موجودیت رد کړ. ددې وزارت ویاند صدیق صدیقي د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وویل چې ، یو شمیر کسانو د نا سمو معلوماتو له امل
په ننګرهار کې د مدني ټولنو استازو او ديني عالمانو په ي،ه مطبوعاتي ناسته کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني نه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره کابینه اعلان کړي او په ولایتي ادارو کې د چارو د سمون په خاطر ننګرهار ته راشي.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې سلګونو کسانو د فساد پر ضد مظاهره کې ګډون وکړ، مظاهره چيانو د ولايتي ادارې د فساد پر ضد تورونه ولګول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته