د افغانستان رسنيو د چارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره کاندید قیوم کرزی د زلمي رسول لپاره له نوماندۍ تېرېږي.
د خوست ولایت د تریزیو او علیشیرو ولسوالۍ ښوونکو او زده کوونکو په هغو ښوونځیو او لیسو کې چې چاردیوالۍ لري، شاوخوا دوه زره نیالګي کینول.
د لوګر چارواکي وایي، چې د دې ولایت په څرخ ولسوالۍ کې ایتلافي ځواکونو د ملي اردو پر یوې پوستې په بمبار کې د افغان ملي پوځ پنځه سرتېري ووژل او اووه نور ژوبل دي
په تېرو څلریشتو ساعتونو کې په پکتیکا، میدان وردګو او غزني ولایتونو کې لس تنه وسلوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د خوست ولایت د بیلابیلو مدني بنسټونو او ټولنیزو سازمانونو غړي د خوست د ټولو خلکو غواړي، چې په راتلونکیو ټولټاکنو کې په پراخه کچه برخه واخلي او هغه چا ته د باور او اعتماد رایه ورکړي، چې هغوی خلکو ته د خدمت کولو وړتیا او ژمنتیا ولري.
نن (د نهې په ورځ) په ټول افغانستان کې د ولايتي شوراګانو انتخاباتي کمپين په رسمي ټوګه پيل شو. په جلال اباد کې هم ولایتي شورا ته کانديدانو د ښار په بيلابيلو واټونو کې په تصويرونو لګولو او غونډو جوړولو سره انتخاباتي کمپين پيل کړ.
په خوست کې د ځاځي میدان ولسوالۍ قومي مشران او اوسیدونکي وايي، سره له دې چې د دوی ولسوالي د سولې د ولسوالۍ په نوم نومول شوې او اوسیدونکو يې د دې نظام د ټینګښت له پاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي، خو تر اوسه هم د یادې سیمې خلکو له پاره د پوهنې، روغتیا او بیارغونې په برخه پوره کارونه نه دي شوي.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د اسلاميک ريليف خيريه موسسې په مرسته د خوږ کور روزنتون په حويلۍ کې د کمپيوټر ليب او دوه زرو تنو يتيمو ما شومانو ته د مياشتينۍ نغدي مرستو پرانسته وکړه او هم يې د خوږ کور په روزنتون کې د یتيمو ماشومانو لپاره د هاسټل يا د ليليې د ودانۍ د بنسټ ډبره کيښودله.
چارواکي وايي چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه چې طالبانو یو موټر له وسلو ډکاوه او هغه تر وخت له مخه وچاودېد. د لوګر ولایت د پولیسو مرستیال مشر عبدالولي توپان بیا ویلي چې دا پېښه د لوګر په مرکز (پل عالم) کې د بمونو جوړولو په یوه ورکشاپ کې رامنځ ته شوېده.
تيره شپه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګله ديش له ملي لوبډلې څخه د اسيايي لوبو سيالي وګټله، د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې خلک بازارونو ته راووتل او د افغانستان د
د پنجشنبې پر ورځ په خوست کې (هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ) هم د راتلونکیو ولسمشریزو ټولټاکنو له پاره د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.
د ننګرهار چارواکي وايي چې د چانيزو عملياتو په ترڅ کې يې په حصارک ولسوالۍ کې ۵۷ تنه وسله وال طالبان وژلي او څلور تنه يې ټپيان کړي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته