د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی د ولسمشريزو ټاکنو د کمپين په لړ کې ننګرهار ته راغلی او د يوې غونډې د تر سره کولو په ترڅ کې يې له ولسونو څخه د رايو غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د نوروز په نړیوال جشن کې د ګډون کولو لپاره د سیمې او نړۍ مشران کابل ته روان دي. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان تر نورو سیمه ایزو مشرانو مخکې کابل ته ورسيد.
نن چهارشنبه د ماځیګر څلورنیمې بجې د خوست ښار د منګلو اډې په سیمه کې د کوټکي شهید په نوم د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې موټر بم برید وشو، چې په کې څلور پولیس او درې ولسي افغانان وګړي ټپیان شول.
د افغانستان په ختيځ کې د بشر د حقونو خپلواک کميسيون چارواکي وايي ، سره له دې چې په ليرو پرتو سيمو کې لا هم د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی يا خشونت موجود دی، خو بیا هم د ۱۳۹۱ لمزیز کال پر تله په ۱۳۹۲يم کال کې په ختيځه سيمه کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په کچه کې کموالي راغلی دی.
ملګرو ملتونو په کابل کې د افغانستان انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر یوه دفتر پرونی (سېشنبه) وسله وال برید غندلی دی.
په کونړ ولايت کې د دوه ځانمرګو بریدګرو په ګډون اوه تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپيان شوي دي.
د کابل د امنیې قومندانۍ وايي د دارالامان په سېمه کې د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي چې د انتخاباتو کمیشن په یوه سيمه ییز دفتر رید ګر له منځه یوسي او هلته بند پاتې کسان وژغوري.
د جلال اباد ښار بهسود پله ته څېرمه د نرسريريو په لسګونه فارمونه پرانستل شوي چې ډول، ډول ميوه لرونکي او زينتي بوټي په کې خرځلاو ته ايښودل شوي، دغه فارمونو ته هره ورځ ګڼ شمير خلک ورځي او د خپلې خوښې بوټي اخلي.
بیګاه د سشنبې په شپه وسلوالو طالبانو د خوست ولایت د تریزیو ولسوالۍ د چرګوټي په سیمه کې د سرحدي پولیسو په پوستو وسلوال برید کړی، چې په ترڅ کې يې د حکومت سرتیرو او وسلوالو لوري ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان حکومت د هغه پاکستاني ډیپلوماټ په اړه څيړنه کوي، چې په کابل سرینا هوټل کې یې څو ځله د تصویر اخیستو هڅه کړې.
د ويښ ځوانانو غورځنګ غړو او یو شمېرځوان فعالانو په کابل کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ، د پاکستان د لاسوهنو او په ملي اوردو د طالبانو د بريدونو په غبرګون په کابل کې د پاکستان سفارت تر مخ لاریون وکړ.
د افغانستان د نورو سیمو په شان په خوست کې هم نوی ښوونیز کال د ښوونځي د زنګ په کړنګولو پیل شو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته