د افغانستان د نورو سیمو په شان په خوست کې هم نوی ښوونیز کال د ښوونځي د زنګ په کړنګولو پیل شو.
د نوروز یا نوي کال لومړی ورځ په خوست کې هم د ماشومانو، ځوانانو او سیمه والو همدارنګه د یو شمېر ښاري ښځو او نجونو له خوا په زیارتونو ،میله ځایونو او باغونو کې د ناستو، میلو ،کنسرټونو او اتڼونو ونمانځل شوه.
دغه بريد نن (پنجشنبه) سهار پينځه بجې د جلال اباد ښار په اولې امينتي حوزې د يوه موټر بم په واسطه تر سره شوه، وسله وال طالبان چې په ځانمرګو واسکټونو سمبال و، د پوليسو حوزې ته ننوتل او تر درې ساعتونو پورې يې جګړه وکړه.
په ننګرهار کې له هغو ځوانانو څخه چې د دولسمو ټولګيو څخه فارغ شوي وو، په پوليس اکاډيمۍ کې د څلور کلنو زده کړو او په ترکيه هيواد کې د شپږ مياشتينو پوليسي زده کړو لپاره د کانکور ازموينه واخيستل شوه.
نن د چارشنبې پر غرمه په غزني ښار کې چاودنه شوې ده چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل دي. چارواکي وايي، چاونه د ريموټ کنټرول ماين وه او هدف يې د اندړو ولسوالۍ يو امنيتي چارواکی وو. سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.
د ولايتي ادارې د دغه ولايت په اوه ولسواليو کې د مومندو د قوم استازي رابللي وو او د يوې غونډې په ترڅ يې ترينه يې د راتلونکي ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون تر څنګ د امنيت ساتلو غوښتنه هم وکړه.
د هر سپرلي په شان سږ کال هم په خوست کې د نیالګیو د کینولو کمپاین د یو پراخه جشن په ترسره کولو پیل شو، د خوست د ولایت چارواکیو له خوا د نیالګیو د کینولو سږني جشن ته د شین خوست نوم ورکړل شوی.
جمهوري ریاست تایدوي چې د جمعيت اسلامي ګوند یو غړى او د ولسي جرګې پخوانى رييس يونس قانوني د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه ونومول شو.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرو په وړاندې د سوداګريزو ستونزو د له منځه وړلو په خاطر د جلال اباد په شاهي ماڼې کې يو ورځيني کنفرانس تر سره شو. په دغه کنفرانس کې هغه ستونزو په ګوته شوې چې د دواړو ملکونو سوداګرو په وړاندې پرتې دي.
په خوست کې به د ټاکنو په ورځ د ښځو د رایې اچونې د مرکزونو د امنیت د خوندیتوب له پاره درې نیم سوه ښځې هم په دندو وګمارل شي، د خوست ولایت چارواکي وايي، دې سره به ښځو ته د دې زمینه برابره شي، چې له کوم امنیتي ګواښ پرته خپلې رایې وکاروي.
په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګارانو د ټاکنو په سلسله ، د ننګرهار د انتخاباتو خپلواک کمیسيون د دغه له بيلابيلو ولسواليو څخه ګڼ شمير ديني عالمان او قومي مشران په انتخاباتو د خلکو د ونډې د کمپين په
سبا په بنګله دیش کې د کرکټ د شل اوريز نړیوال کپ لوبې پیلېږي. لومړۍ لوبه د افغانستان او کوربه هیواد بنګله دیش ترمنځ په میرپور ښار کې ده. دا لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین پر دوو بجو پیل شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته