مارشال محمدقسیم فهیم په دې باور وو، چې افغانستان کې دایمي ثبات او سرتاسري سوله یوازې وسلوالو مخالفینو سره د سولې او پخلاینې له لارې ممکنه ده، مارشال فهیم سره له دې چې، په دې مفکوره کې د خپلو یو شمېر ملګرو د نظریاتي اختلافونو سره مخامخ وو.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یو بهرنی خبریال وژل شوی دی. چارواکي وايي، نیلس هارنر د کابل ښار په مرکز کې له یو لبناني رستوران سره نېږدې په سر په مرمۍ وویشتل شو. د دوی په خبره، هارنز تر ژوبلېدو وروسته په روغتون کې مړ شو.
که يوه لور ته وسله طالبانو په يوه را استول شوې خبر پاڼه کې افغانانو ته خبردارى ورکړی چې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنو کې دې برخه نه اخلي.بل لوري ته په ننګرهار کې يو شمير قومي مشران د ټاکنو په بهير کې د دغه ولايت په امنيت ډاډمن دي
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم جنازه د سې شنبې پر ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې شوې ده. د فهیم مړی د کابل په بادام باغ غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ د سې شنبې پر ورځ، د اسټرالیا پخوانی کرکټر او د یو شمېر لوبډلو روزونکی پیټر انډرسن د ملي لوبډلې د روزونکي په دنده ګمارلی دی. د افغانستان کرکټ بورډ د اعلامیې تر مخه، انډرسن به د اپرېل میاشتې له ۱۵مې د کابل په کرکټ لوبغالي کې خپل کار پیل کړي.
د ايټاليا هيواد په مالي مرسته د ننګرهار د کانال رياست په ختيځو ولايتونو کې د اصلاح شويو او وحشي زيتونو د سکتور د پرمختګ په خاطر درې ورځينی ښوونيز سيمينار د اتوار په ورځ پيل شو.
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد محمد شفيق ګل اغا شيرزي د شنبې په ورځ جلال اباد ته راغلي و او د خپل انتخابي کمپين په سلسله کې يې د ختيځو ولايتونو ولسونو ته خپل پلانونه وړاندې کړل.
ډاکټر اشرف غني احمدزي هغه لويې غونډې ته، چې د شنبې په ورځ د خوست په ملي لوبغالي کې د ده په پلوی جوړه شوې وه په خپلو خبرو کې، وویل چې د خوستوالو پراخه ملاتړ دوی ارګ ته ډېر ورلنډ کړل او دوی به د بریالیتوب سره جوخت په افغانستان کې د پراخو مثبتو پرمختګونو له پاره کار وکړي.
د سېشنبې پر ورځ د مېرمن کرزي لور د هند په یوه روغتون کې وزېږیده او ولسمشر کرزی، چې سریلانکا ته روان و، د نوې زېږېدلې لور او د هغې د مور د پوښتنې لپاره روغتون ورغی او د څو شېبو لپاره یې د هغوی حال واخیست.
د افغانستان ولسمشزۍ ته کانديد ډاکټر زلمي رسول له خپل انتخاباتي کمپين په لړ کې جلال اباد ته راغلی و او د زرګونو خلکو په وړاندې يې خپل پلانونه تشريح کړل.
په ننګرهار کې د بشر د حقونو خپلواک کمیسيون له اړخه ( په سياست کې د ښځو ونډه د اسلام له نظره ) تر سرليک لاندې يو ورځينی سيمينار د پنجشنبې په ورځ تر سره شو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته