د خوست یو شمېر ښوونکي وايي، چې دوی د استوګنې لپاره د کورونو ځای نه لري، معاشونه يې په ښار کې د ورځني نرخونو په پرتله لږ دي، د تدریس له پاره هم سالم چاپیریال نه لري او همدارنګه د دوی د ظرفیت لوړونې له پاره روزنیز پروګرامونه په نشت حساب دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ایران او پاکستان کې به د افغان کډوالو د وژل کېدو او نیولو مسئله په جدي توګه تعقیب کړي.
په ننګرهار کې نجونې زده کوونکي که له یوې خوا د ملالې يوسفزۍ د نوبل مډال په اخيستو خوشالې دي، نوله بلې خوا تمه لري چې د ملاله فنډز نه دې د افغانستان د نجونو او ماشومانو د تعليمي کچې د لوړولو په برخه کې مرسته وشي.
د ناټو په مشرۍ نړیوال ایتلاف نن ( یکشنبه ) رسما د افغانستان لپاره د خپل ماموریت د پای ته رسولو اعلان وکړ.
د افغانستان په ختيځ کې د ژورنالستانو ملي ټولنې د پييښو پر مهال د امنيتي ادارو سره د ستونزو د حل په موخه يوه غونډه وکړه چې تر دوه سوه پورې هغو ژورنالستانو ته په کې پوهاوي ورکړل شو چې د ژورناليزم له لنډ مهاله کورسونو څخه فارغ شوي ول.
افغان ولسمشرد ملګروملتونو پراختیایي پروګرام ( یو ان ډي پي ) ته شپږ میاشتې وخت ورکړی چې د هغه صندوق مدیریت افغان حکومت ته وسپاري چې اوس مهال د افغان پولیسو د معاشونو د ورکړې مسولیت لري.
د افغان پوځ مشر په داسې حال کې پاکستان ته راغلى، چې يوه اوونۍ وړاندې جنرل راحيل شريف کابل ته په يو ناڅاپي سفر ورغلى و او راپورونه وايي، چې له افغان لوري سره یې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې غږ کړی و.
د افغان حکومت اجرایي رییس ته نږدې سرچینې وايي چې د کابینې د اتو غړیو په معرفي کېدو موافقه شوې ده. و دا کاندید وزیران به ډېر ژر ولسي جرګې ته معرفي شي.
د امريکا د پوځي څانګې لخوا د دوه نيمو ميلونو ډالرو په ارزښت د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ لپاره نوې ودانې جوړه کړل شوه
جنرال شېر محمد کریمي وايي، چې د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او استخباراتو مشر لېفټینېنټ جنرل رضوان اختر په خپلو ملاقاتونو کې د ترهګرۍ ځپلو ژمنې کړې دي.
په خوست کې یو شمېر وزیرستاني قومي مشران او مخور د میشتو وزیرستانيو کډوالو کورنیو له پاره د ژمنیو توکو د مرستو غوښتنه کوي.
د پيښور په ښوونځي بريد په جلال اباد کې د ښوونځيو نجونې خواشيني کړي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته