د ولسي جرګې وکیلان وایي حکومت په تېرو کلونو کې د کونړ او په خاصه توګه دانګام ولسوالۍ امنیتي وضعیت له پامه غورځولی دی.
د پاڅونکو مشر حاجی منزمین خان بیا شکایت کوي چې د دوه کلي یې وسله والو طالبانو محاصره کړي او تراوسه ورسره حکومتي ځواکونو اړینه مرسته نده کړې.
د اسټرالیا وزیراعظم ټوني اېبټ تر پېښې وروسته وویل، ورته نه ده مالومه چې ایا دا کار د سیاسي مقاصدو لپاره کېږي او که نه؟
جنرال شيرزاد وايي چې د جنايي جرمونو ضد مبارزې پولیسو په تيرو دوه هفتو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.
د سيمينار ګډونوالو ژمنتيا وښودله چې د ماشوم د حقونو په اړه چې يې په ښوونيز سيمينار کې څه زده کړل، په خپلو سيمو کې به يې تبلیغوي.
دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دې موقع وویل چې د کریکټ بورډ به په خپلواکه توګه خپلې چارې سنبالوي او پریکړې کوي.
په دې وروستیو کې د افغانستان په مرکز کابل او لویو ښارونو کې بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه زیات شوي دي.
په خوست کې د تعلیمي او تحصیلي موسساتو مسوولین وايي، چې سږ کال د خوست د ښوونځیو فارغینو د لوړو زده کړو په موسسو او پوهنتونونو کې د شمولیت له پاره ښه تیاری نیولی او دوی هیله من دي، چې د کانکور د شاملینو یوه لویه برخه به د افغانستان بیلابیلو پوهنتونونو ته لاره پیدا کړي.
افغان پولیس وايي وسله والو طالبانو نن په هلمند ولایت کې دولس ماین پاکان په ډزو وژلي دي.د هلمند د امنیې قومندانۍ یوه ویاند فرید احمد عبید رسنیو ته ویلي چې په ماین پاکانو باندې د وسله والو له خوا دا حمله د بریتانوي پوځيانومخکینۍ پوځي اډې باسشین ته نږدې شوې ده.
د ایران حکومت په دې هیواد کي د شاوخوا څلور لکه او پنځوس زره افغان کډوالو د استوګنې موده شپږ میاشتې غځولې ده.
د خوست شیخ زاید پوهنتون چارواکي وايي، چې د سږني کال د کانکور ازموینې د پوره شفافیت له پاره يې تدابیر نیولي او دوی به هڅه وکړي، چې د کانکور په ازموینه کې د هر ډول درغلیو مخه ونیسي.
په خوست ولایت کې ډیری هغو ودانیزې پروژې او د بیارغونې کارونه ،چې په وروستیو کلونو کې ترسره شوي ،دخراب کیفیت له کبله ویجاړ او زیانمن شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته