د افغانستان دولسمشر حامد کرزي په مشرۍ عدلي او قضایي غونډه، نن (پنجشنبه) په ارګ کې جوړه شوه.
د ننګرهار د اچين او سپین غر ولسواليو یو شمېر اوسیدونکو مشال راډیو ته ویلي، چې له تیرو پینځو ورځو راهیسې یو وار بیا دوي په خپله سیمه کې د پاکستاني وسله والو پر ضد پاڅون کړی او سړه جګړه روانه ده.
نن سهار په ميدان وردګو کې د کابل کندهار پر لويه لاره د مسافرو يو درې سوه درې موټر چپه شوی دی چې له امله يې يو ويشت ته مړه او زخميان شوي دي. دغه موټر له کابل څخه کندهار ته روان وو. زموږ همکار سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې هغه سيمې يې له وسله والو پاکې کړي چې د راتلونکي ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنيز بهير ته ګواښ ګڼل کيدلې.
يوه ځانمرګي ټونس په ماينونه بار کړی وو او د پوستې پر خوا یې ور روان کړی وو، خو يوه پوليس چې ليدلی چې موټر ډېر تېز د پوستې خوا ته ورځي نو يې ډزې پرې کړې دي، خو له مقابل لوري هم ډزې پرې شوې دي او پوليس يې ټپي کړی دی، وروسته ځانمرګي خپل موټر له پوستې سره ټکر کړی چې پکې درې تنه پولیس وژل شوي، دوه ټپيان
د زابل د امنيت امر غلام جيلاني فراهي د دوشنبې پر شپه مشال راډيو ته وويل: ((ملا سليم نه يوازې د مېزانې لپاره د طالبانو ولسوال وو، بلکې له کوټې به يې هر وخت لسګونه وسله وال له ځان سره وروستل او هلته به يې له هغوی سره په ګډه پر کورنيو او بهرنيو سرتېرو بريدونه کول.)) دی وايي، ملا سليم د دوشنبې پر ورځ له
امريکايي نيويارک ټايمز ورځپاڼې بيا په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د ستونزې په اړه ليکنه خپره کړې ده.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون د خرڅي پله د زندانیانو د دوسیو د څېړلو په اړه د خپلو ارزیابیو نتیجه اعلان کړه.
ننګرهار چارواکي وايي چې په شينوارو ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په مرکز د بريد په ننيجه کې شپږ تنه بريدګر وژل شوي. او هم د بټي ولسوالۍ اړوند د سرک د غاړې د ماين چاودو له امله درې تنه پوليس وژل شوي دی.
د اسیا د کرکټ جرګې پرېکړه کړېده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په راتلونکې اتلولي (ټورنامنټ) کې برخه اخلي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مسوولین سعودي عربستان ته د دې شورا د پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک بولي.
د مرستندویه او خیریه موسسو د امنیتي معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۳ م کال کي په نړۍ کې د دوی پر کارکوونکو ۱۶۴ حملې شوې چې په سلو کي ۷۹ یې په افغانستان کې ثبت شوي دي. د مرستندویه موسسو د معلوماتو پر اساس، افغانستان د جنوبي سوډان او سومالیا په نسبت هم د بشري او خیریه موسسو د کارکوونکو لپاره زیات خطرناک هیواد
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته