د افغانستان په پلازميني کابل کې نن د اتوار په ورځ د افغان سرتيرو پر يو بس ځانمرګې بريد شوی .
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواکه اداره وايي په ننګرهار کې د تير يوه کال راهيسې په ترافيکي پيښو کې زياتوالی راغلی دی.
په کابل کې د کونړ د میشتو قومونو د یووالي سرتاسري شورا د شفافو انتخاباتو په ترسره کیدو ټينګار کوي.
په خوست کې پولیسو د سمیع الله په نوم دیارلس کلن ماشوم، چې یوه میاشت مخکې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ له مربوطاتو څخه اختطاف شوی وو، د سړي تښتونکیو له منګولو ازاد کړ، پولیسو د یادې قضیې په تور دوه کسان هم نیولي دي.
د خوست د مدني ټولنو، ولایتي شورا او ټولنیزو سازمانونو غړي او قومي مشران د نوي کال له پاره خوست ته ځانګړې شوي لس میلیونه ډالره اختیاري بودجه لږه بولي.
د ناټو د دفاع وزیرانو د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو په بروکسل کې په خپله غونډه کې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال ترپایه د خپل ماموریت ملاتړ وکړ.
د کابل ښار په وزیر اکبر خان سیمه کې پر لبناني رسټورانټ ځان وژونکي برید، د امرالدین په نامه یو، دوه ویشت کلن زلمی هم وواژه.
د غزني سيمهييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې سرتېرو له طالبانو سره نښته کړې ده چې پکې د طالبانو يو مشهور قومندان وژل شوی دی.
له خيبر پښتونخوا د پښتون ستوډنټس فيډريشن يوه ډله جلال اباد ته راغلې وه او د باچا په مزار يې د ګلونو د ګيډيو د ايښودلو تر څنګ قرآن خواني وکړه او دغه شان يې د خپل عقيدت څرګندونې وکړې.
که څه هم افغان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د امنیت د خوندیتوب په اړه په مکرره توګه ډاډ ورکړی او ویلي يې دي، چې د امنیت د ټینګیدو له پاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي،
د غزني چارواکي وايي، په دغه ولايت کې په يوه جومات کې پر طالبانو خپل ماينونه ورچاودېدلي دي چې له امله يې شپږ تنه وسله وال وژل شوي. دوی وايي، په چاودنه کې جومات هم په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی. زموږ همکار سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.
په خوست کې پولیسو د جمعې په ورځ د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځانمرګي بریدونو د واسکټونو په ګډون یو شمېر مهمات، د وسلوالو له خوا لیکل شوې شپې پاڼې او چاودیدونکي توکي نیولي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته