نن خوست ته د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د یاد ولایت د خلکو، ځايي ادارې او ځوانانو په بلنه ورغلي دي، د دوی د هرکلي له پاره د خوست په ملي لوبغالي کې تر شلو زرو زیات کسان راغونډ شوي ول.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې يو ځان وژونکي بریدګر د يوه قومي مشر د وژلو هڅه کوله چې د امنيتي ځواکونو په ډزو ووژل شو.
د مدني ټولنې فعال نعمت الله خالد مشال راډیو سره په خبرو کې راتلونکې ټولټاکنې یو مهم پړاو ګڼي او له ملي او نړیوالو څارونکیو غواړي، چې د نوموړي بهیر نه په ښه توګه څار او نظارت وکړي
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې درې کسان يې د قتل او د خلکو د ځورونې په تور نیولي دي، همدارنګه په بیلابیلو عملیاتو کې يې یو شمېر وسلې، چاودیدونکي توکي او مهمات هم د پولیسو لاس ته لویدلي دي.
د افغان چارواکو په خبره، پاتې تنخاګانې به په یو څو ورځو کې پولیسانو ته ورکړل شي. دې چارواکو ویلي چې دا یوه وړه انتظامي مسله وه او د ډېر تشویش خبره پکې نشته.
په خوست کې یو شمېر سوداګرو او د مدني ټولنې فعالانو د پاکستان د مالیې وزارت، سوداګرو او دولتي بانک د هغې ګډې پریکړې هرکلۍ وکړ، چې افغانستان سره يې د غلام خان بندر له لارې د سوداګرۍ د زیاتیدو غوښتنه کړې ده.
د غور چارواکي وایې، په دې ولایت کې د سولې د بهیر له پيل څخه تر اوسه ۴۴۶ وسله وال مخالفین له دولت سره یو ځای شوي دي.
په داسې حال کې چې په رسنيو کې د امريکا او افغان حکومتونو تر مينځ د امنيتي تړون او د افغانستان د ۲۰۱۴ م کال نه وروسته حالت په څېر موضوعات تر بحث لاندې دي، افغان هنرمندان له موسيقۍ سره تړليو د خپلو کارونو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په بمبايي،خیرخانه او مداد سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې کې د یو وسله وال طالب قوماندان په ګډون دوه تنه وژل شوي او د یو بل طالب قوماندان په ګډون شپږ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي کرزي په خپله رادیویي وینا کې د میندو یا پلرونو له خوا ماشومانو ته د تاریاکو ورکول، د ماشوم او ټولنې په زیان وبلل او خبرداری یي ورکړ چې د دې کار مخه دې ونیول شي.
د افغانستان دولسمشر حامد کرزي په مشرۍ عدلي او قضایي غونډه، نن (پنجشنبه) په ارګ کې جوړه شوه.
د ننګرهار د اچين او سپین غر ولسواليو یو شمېر اوسیدونکو مشال راډیو ته ویلي، چې له تیرو پینځو ورځو راهیسې یو وار بیا دوي په خپله سیمه کې د پاکستاني وسله والو پر ضد پاڅون کړی او سړه جګړه روانه ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته