د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، د وسله والو طالبانو ټول پنځه تنه بریدګر یې له منځه وړي دي.
د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي پلټنو مشر وايي، چې نښته لا هم دوام لري، د ده په خبره دوه تنه بریدګر وژل شوي او یو یا دوه تنه یې لاهم جګړه کوي.
جلال اباد:ـ د افغانستان په اکثرو پښتون ميشتو سيمو کې د واده په مناسبتونو کې دا رواج هم له پخوا څخه پالل کيږي، چې د وليمې يا خوړې په ورځ چې
نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ګل مينې په نوم د يوې افغانې جينۍ کيسه کړې چې تېرسيپټمبر مياشت کې خپل ورور په تبر وهلې وه او تر درملنې وروسته دا مهال
امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدران وويل، هڅه به وکړي چې د افغان ولس لپاره امنيت ډاډمن کړي
د سيمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو له څو مياشتو راهيسي د دوی پر مځکو اوبه د دې لپاره بندې کړي چې دوی ډوډۍ او باج نه ورکوي.
د ژورنالستانو خپلواکې ټولنې او له ازادو رسنیو څخه د دفاع ارګان یا نۍ د ازادي راډیو د دوو فوتو ژورنالستانو وهل سخت غندلي دي. د ازادي راډیو ویډیو ژورنالست سید سباوون او فوتو ژورنالست پرویز سباوون نن غرمه کله چې دوي غوښتل له ځان وژونکې حملې نه وروسته عکاسي وکړي د ملي امنیت د کارکوونکو له خوا ووهل شول. د ژورنالستانو خپلواکې ټولنې او نۍ له خوا په خپرو شوو اعلامیو کې راغلي، چې حکومتي چارواکي او امنیتي مسوولان باید له خبریالانو او عکاسانو سره له ناسم چلند نه لاس واخلي او هغوي ته په وخت معلومات ورکړي. د ژورنالستانو خپلواکې ټولنې او له ازادو رسنیو څخه د دفاع ارګان یعنې نۍ، ویلي چې له خبریالانو سره دا ډول ناسم چلند دوي اندیښمن کړي او دا په افغانستان کې د بیان او رسنیو د ازادۍ پر وړاندې جدي خنډ دی.
دغه چاودنه نن غرمه دولس بجې په صدارت څلور لاري کې د ملي امنیت د عمومي ریاست نظارتخانې ته نږدې وشوه.
زر ګل چې ډېره موده یې په پاکستان کې ژوند کاوه وايي، چې په افغانستان کې د جمهوري حکومت تر رامنځته کېدو وروسته یې وغوښتل چې بېرته خپل هېواد ته راشي، د راتګ پر مهال یې موټر د سړک د غاړې پر ماین برابر شو، چې له امله یې د کورنۍ څلور تنه غړي مړه او له دې سره چې پېښه یې پرې شوه څلور تنه نور ټپیان شول. دا وايي، په دې هیله بېرته خپل هېواد ته راستنه شوه، چې ښايي حکومت به ورته ځمکه ورکړي، خو داسې ونشول. د زرګل په وینا اوس مهال په یوه ناوړه وضعیت کې د کابل ښار په یوه کمپ کې شپې او ورځې سبا کوي. په کابل کې د UNHCR دفتر پر بې وزلو کورنیو د ژمنيو مرستو ویشل پیل کړی دی، زرګل هم د دغو مرستو د ویش سیمې ته راغلې او هیله منده ده، چې دې ته به هم له دغو مرستو څخه یو څه ورسیږي، څو وکړای شي، د ژمي یو څو ورځې له خپلې کورنۍ سره په مړه کېډې تېرې کړي. د ازادي راډیو خبریال سباوون له دې مېرمنې سره مرکه کړې او د هغې د ستونزو په اړه یې ترې پوښتلي دي:
د دغو پنځو تنو قوماندان وايي چې د ملا رباني تر قوماندې لاندې يې د وران کارۍ عملونه تر سره کول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته