د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځوانانو غږ خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې د ټولو پښتنو ځوانانو په لاس ته راوړنو، ستونزو، او غوښتنو له ځوان کول سره خبرې کېږي.

د دې خپرونې له مرکزي نکتو یوه دا هم ده چې د ترهګرۍ ضد جګړې کې د دې ځوانانو رول څه دی؟ دوی د پښتنو په سیمه په روانې جګړې څومره اغېزمن کړي دي؟ او دوی ته یې څومره تاوان رسولای دی؟

له دې پرته، د ځوانانو غږ د ټولو پښتنو سیاسي، ادبي، اقتصادي او ټولنیزو نظریاتو ته هم ګوري او په دې موضوع هم څېړنې کوي چې هغه څه لاملونه ول (او یا دي) چې ځینې پښتانه ځوانان یې د سختدریځۍ پر لوري بیولي دي؟

دا خپرونه، د ځوانانو هغو غورځنګونو ته هم ګوري چې له لارې یې دوی په خپلو سیمو کې سیاسي، اقتصادي او د ټولنیزو بدلونونو راوستو هڅې کوي.

تاسې د دې خپرونې ټولې تازه او پخوانۍ برخې پر دې پاڼې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG