د پېښور نرښځیانو اتحادیې پر عدالتي پرېکړه اطمینان ښودلی او وايي که عدالتونه د نرښځيانو ځورونکو ته سختې سزاګانې ورکړي نو له دې سره د نرښځیانو ژوند تر ډېره حده خوندي کېدلای شي.
ازاد امیدوار پټان عبدالخالق وايي، موږ دا موندلې ده چې په ټاکنو کې درغلي شوې او په دغه کې انتخابي کمیشن، حکومتي چارواکي، د نماینده ګانو ایجنټان او د هغوی پلویان لاس لري.
دا په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته هلته د صوبايي اسمبلۍ لومړي انتخابات ول چې په لړ کې یې له سهار اتو څخه د مازیګر تر پېنځو پورې
د سیمې د پولیسو مشر سلیم ریاض مشال راډیو ته وویل، لومړی موټر سایکل سپرو وسله والو د کوټله سیدانو پر پوسته حمله وکړه او دوه پولیسان یې ووژل.
ډاکټران او د غیرسرکاري ادارو چارواکي وايي د خیبر پښتونخوا چترال ، سوات ، مردان ، صوابۍ او پیښور داسې سیمې دي چې له تیرې څه مودې پکې د ځانوژنې د پیښو رپورټونه زيات شوي دي.
پيښور هايي کورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښانو عبدالله ننګیال او عارف وزیر په ګډون د غورځنګ د اووه نیول شویو غړیو د خوشي کولو حکم ورکړی دی.
په قبايلي ضلعو کې د جولای پر ۲۰مه د صوبايي اسمبلۍ انتخابات کېږي. دا لومړی ځل چې د دې سيمو خلک د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره خپل استازي ټاکي.
قبایلي ضلعو کې د ښځو لپاره د ځانګړو مرکزونو کموالی د دې لامل کېدای شي چې ښځې تر ټاکلې اندازې په کم شمېر کې رايې وکاروي او انتخابات منسوخ شي.
دوی د سږني کال په اوږدو کې د ټانک له مرتزا کلي او د سوهېلي وزرستان له کوڼکي څخه په جلا جلا وختونو کې پاکستانیو وسله والو طالبانو تښتولي ول.
د بریالي ټیم کپتان غفران الله وویل، دا ټورنمټ یې ځکه د مشال راډيو په نامه جوړ کړی وو ځکه چې دوی له دې راډيو سره ډېره مینه لري.
د شمالي وزیرستان د تحصیل سپینوام اوسېدونکيو په یوه لاریون کې له حکومته د کورم تنګي ډیم په پروژه کې د مزدوري او نورو کارونو غوښتنه کوله. په دې اړه د عمر وزیر رپورت د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.
د شانګلې ځايي ولس او انتظاميه په وینا چې د جولای په درېمه په اباسین کې له تربېلې سره نزدې د برګ په مقام ډوبه شوې کشتۍ کې په سورو کسانو کې ۲۴ تنه لا هم لادرکه دي.
نور پورته کړئ