د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې واورې ورېدو خلک حیران کړي دي ځکه چې هغوی وايي چې په مارچ کې هلته پر غرونو واوره نه اوري. دا په داسې حال کې ده چې له تېرې اوونۍ راهیسې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې ورښتونه روان دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.