ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. له نوموړي سره پر ټوېټر یا فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن د خيبر پښتونخوا څانګې مشر شمشاد خان ويلي دي چې د اتمې فبرورۍ عامو انتخاباتو لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي دي. نوموړي د فبرورۍ پر پينځمه له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په انتخاباتو کې د پوځ رول تر امنيت پورې محدود دی.
د انتخاباتو کمېشن دا خبره د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه له هغه وروسته تکرار کړې ده چې د یادې ادارې د مشر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کې شوې غونډې د ملکي حالاتو جاج اخیستی دی.
د پاکستان پولې ته نېږدې د ایران د سیستان - بلوچستان ولایت په سراوان کې د جنورۍ پر ۲۷مه د وسلوالو په برید کې د وژل شويو نهو پاکستانیانو کورنیو له حکومته غوښتي چې جسدونه دې ژر هېواد ته ولېږدوي.
د ملګرو ملتونو اعلا عدالت پر اسراییلو غږ کړی چې په غزه تړانګه کې د هر هغه عمل مخنیوی دې وکړي چې د توکموژنې یا د نسل وژنې سبب کېدای شي. عدالت په خپله پرېکړه کې د اوربند په اړه څه ونه
پاکستان ویلي دي چې د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې یې د "ترهګرو پر پټنځایونو بریدونه" کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي شوي بریدونه "خورا منظم او دقیق" ول چې پکې "یوشمېر ترهګر" وژل شوي دي.
په پاکستان کې د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ په اتمه عام انتخابات کېږي. د دغو ټاکنو لپاره وار له مخې سیاسي هلې ځلې پیل شوې دي. ځیني ګوندونو کمپاین پیل کړی خو ځیني بیا شکایت کوی چې په انتخاباتو کې د برخه اخیستو
په ایران کې د قدس ځواک د پخواني قومندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې چاودنو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. د جنورۍ د درېیمې چاودنو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو یو ایراني چارواکي یې پړه پر امریکا او اسراییلو اچولې ده. خو واشنګټن په هغه پېښه کې د امریکا او اسراییلو د ککړتیا تور رد کړی دی.
د انتخاباتو کمېشن د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پر ایکس پاڼه په خپاره کړي تفصیل کې ویلي چې د قامي اسمبلۍ لپاره ۷ زره ۴۷۳ امیدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي چې د ۱۰۲۴ نوماندانو کاغذونو پکې ردکړل شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مشر علي وزیر د ډېسېمبر پر ۳۰مه پر اېکس پاڼه په بیان کې دعوه کړې ده چې رېټرننګ افسر (ضلعي انتخاباتي افسر) ورته ویلي ول چې ټول کاغذونه یې له اصولو او شرایطو سره سم ول خو د نوماندانو په نوملړ (فهرست) کې یې نوم نه دی شامل کړی.
په همدې حال کې د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ په مشرۍ لسګونه بلوڅانو د ډېسېمبر له ۲۳مې راهیسې د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت ته دوام ورکړی دی. د اسلام اباد پوليسو د ډېسېمبر پر ۲۴مه دعوه کړې وه چې ټول ۲۹۰ نيول شوي احتجاج کوونکي يې خوشې کړي دي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو دا ځل د ماورای عدالت وژنو او جبري بې درکیو پرضد د بلوڅانو د احتجاجي لاریون موضوع څېړلې ده. د ډېسېمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې پولیسو پر بلوڅ لاریونوالو تشدد وکړ. خو پولیس وايي چې بلوڅانو ورباندې کاڼي وویشتل ځکه یې هغوی ونیول. په دې اړه تفصیل په ویډیويي بحث کې وګورئ.
د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه کې د ډېسېمبر ۱۲مې تر وسلوال بريد وروسته ځايي خلک په وېره کې دي. په هغه بريد کې ۲۳ پوځيان وژل شوي او تر ۳۰ زيات ژوبل شوي ول.
په بحرين کې د لرغونو اثارو پوهانو د يو جومات تر کنډوالو لاندې د يوې لرغونې کليسا اثار موندلي دي. په عربي هېوادونو کې بحرين يوازينۍ هېواد دی چې تر ټولو زړه کاتولیک کلیسا لري. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ويډيويي رپورټ.
په داسې حال کې چې په پاکستان کې په وروستیو کې د پولیو واکسیني کیمپېن ترسره شو، په اورکزیو کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی. دا په ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې د پولیو شپږمه پېښه ده چې څلور یې په خیبر پښتونخوا کې او دوه په سیند کې ثبت شوې دي. تفصیل په رپورټ کې.
د جنوبي امريکا امازون سيند د سختي وچکالۍ له کبله تر ۲۰۲۶ز کاله د وچېدو له خطر سره مخامخ شوی دی. د امازون سيند او څلورو لويو اړونده سيندونو د اوبو کچه لږ تر لږه په نيمه پېړۍ کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی ده.
د کمبوډیا د پلازمېنې پېنوم پېن په شاوخوا کې د یو لوی ګوریلا مجسمه ښکاري. هغه مجسمه له پخوانیو ټایرونو جوړه شوې ده او جوړوونکی یې هیله لري چې خلک د کارول شویو شیانو بیا استعمال ته وهڅوي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
په کیوبا کې یو ساعت ساز وايي چې د ده شرکت تیېمپو دي لوز د هېواد یوازینۍ کمپني ده چې د پخوانیو ګړیو له پرزو او په شاوخوا کې په اسانۍ موندل کېدونکو موادو څخه ساعتونه جوړوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د روان پرلت مخکښ غوث الله د نومبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې دوی به تر هغه وخته ناست وي چې پاکستان خپله پرېکړه بیرته نه وي اخیستې.
پرلتوال وايي، له افغانستان سره پر پوله د تجارت او تګ راتګ لپاره د پاکستان د حکومت د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو شرط نه مني، ځکه چې په خبره يې له دې کار سره د سيمې زرګونه کسان بېروزګاره کېدای شي.
په قازقستان کې د اټومي ازموینو سیمه د پخواني شوروي اتحاد د اټومي وسلو یادونه کوي. دا په داسې حال کې ده چې نړیوال ساینسپوهان هلته د څه د پاسه ۴۰۰ اټومي چاودنو د اغېز په اړه څېړنه کوي.
نور وښیئ