مليحه اميرزاده د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. هغه د سروې اونيزې خپرونې کوربنه ده.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د هنر سرا په نوم په یو مرکز کې نجونه انځورګري، خطاطي او نقاشي زده کوي. دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان واکمنو طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
مجاهد زیاته کړه چې ډېره اسماعیل خان له افغانستانه خورا لیرې پروت ښار دی او پاکستان پیاوړی ځواک لري نو باید یې هغه برید ناکامه کړی وای. د طالبانو حکومت تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې وسلوالو ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي.
په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو ادارې "د حوا لور" په نوښت د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا په محتسب سېکرټرېټ یا دفتر کې د شبکې د پرانیستې په غونډه کې ۳۰ وکیلانو، د ضلعي وکیلانو د ټولنو چارواکي، حکومتي افسران او د نرښځیانو د ټولنې فعالان موجود ول.
پوهان وايي چې د پاکستان د سيند او بلوچستان په ساحلي سیمو کې د ونو وهلو د هغو سيمو ځنګلونو ته زښت زيات زيان رسولی دی. دوی وايي چې دغه ونې د ابي حیاتو د اوسېدو او ودې مهم ځايونه دي او که سمه پاملرنه ورته وشي نو د ډېرو خلکو د روزګار وسیله هم ګرځېدی شي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ويډيو راپور.
سلما مروت څنګه د موټرو په ځغل کې نوم پيدا کړ؟
په پرتګال کې د ټېکنالوژۍ په یوه غونډه کې په مصنوعي ذهانت جوړ د انسان په بڼه روباټ د پاملرنې مرکز وو. د ډیسډېمونا په نوم روباټ پوښتنو ته د انسان په شان ځواب وایي.
د بلوڅانو د یووالي شورا (بلوچ يکجهتي کونسل) تر سیوري لاندې د مظاهرو منتظمينو د نومبر پر۲۶مه په يوه خبرپاڼه کې وویل چې لادرکه کسان دې په "جعلي پولیس مقابلو" کې د وژل کېدو پر ځای عدالتونو ته وړاندې شي.
اېټالوي باغوانان وایي چې د اقلیم بدلون له امله یې د زیتونو حاصلات اغېزمن شوي او د پیداوار خرابوالی به د زیتونو د تېلو کمی پیدا کړي. دوی وايي، له دې کبله به د صارفینو لپاره د زیتونو تېل ګران شي. تفصیل د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
لرغونپوهانو د مراکش د رباط سره نږدې یو حمام موندلې دې. کارپوهان وايي چې هغه حمام په ۲۰۰۰ مربع میټره جوړ دې چې دویمې پيړۍ سره اړه لري. د ماهرینو په فکر دا ښايي په هغه وخت کې په هیواد کې تر ټولو لوی حمام وو. تفصیل د اسوشيېټېډ پریس خبري اژانس په ویډيي رپورټ کې چې ملیحه امیرزاده یې وړاندې کوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې (یونېسېف) سفیر او د فوټبال پخوانی نومیالی لوبغاړی ډېوېډ بېکم په هند کې له ماشومانو هلکانو او نجونو سره لیدلي دي. نوموړي په ګجرات کې ولیدل چې یونېسېف د هند له حکومت سره څنګه د نجونو او ښځو ځواکمنتیا لپاره کار کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
جون بوېس ویلر په تانده ځوانۍ کې د انځورګرۍ هنر پیل کړی وو خو اوس چې یې عمر۹۴ کاله دی، بیا هم له خپل هنر سره لېونۍ مینه لري. هغه وايي، خپل کار يې لا هم دومره پرې ګران دی لکه په لومړیو ورځو کې چې وو. هغې ۸۰ کاله په هنري نړۍ کې تېر کړي او لا هم د خپل هنر د لا ځلولو لپاره نوې لارې لټوي. ویډیويي رپورټ.
په اروپايي اتحادیه کې هر کال نېږدې شپږ مېلیونه ټنه رخت (کپړه) غورځول کېږي. په دې اندازه دا د هر تن په سر تقریباً ۱۱ کېلوګرامه وزن جوړېږي. د روان کال په پیل کې، د اروپا پارلېمان د نوې ستراتیژۍ لپاره سپارښتنې کړي چې له مخې یې هلته خرڅېدونکي د رخت مصنوعات باید پایداره، د بیا استعمال قابل او د بدلون
یو وېتنامی هنرمند د وړۍ، مالوچو او ستنې په کارولو د سپیو او پیشوګانو مالکانو لپاره مجسمې جوړوي. د هغه د کار مقصد دا دی چې خلک د خپلو ګران بیه کورنیو ځناورو یادونه ژوندي وساتي. تفصیل د ای اېف پي خبري اژانس په ویډیويي راپور کې.
په چین کې یوې هنرمندې د بورې څخه د هنري نمونو جوړولو په سیالي کې لومړی مقام تر لاسه کړی دی. هغه وايي له بورې د پېسټرۍ یا ثانجقو څخه د خوړو هنري نمونو جوړولو لپاره یې ډېر محنت کړی دی. دا خاص مهارت ځانګړي تخنیکونه لري چې هغې ډېر په محنت زده کړي دي. دا چې دغه هنرمنده له بورې څه جوړلی شي:
په شام کې یو هنرمند پخواني کتابونه او قالینونه غونډوي او ورباندې انځورګري کوي. هغه وايي چې د دې موخه یې د چاپېریال خوندي کول او د کارول شویو شیانو بیا استعمالول دي. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د افریقايي هېواد ګېني یو زده کوونکي د مصر په الازهر پوهنتون کې د زده کړو ارمان درلود خو دومره پیسې یې نه لرلې چې د الوتکې ټېکېټ واخلي. محمد شافعي بري څلور میاشتې په بایسېکل سفر وکړ او بالاخره قاهرې ته ورسېد. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په نیپال کې په ۲۰۱۵ز کال کې زلزله شوې وه چې د مرګژوبلې تر څنګ یې ډېرو ودانیو ته هم زیان رسولی وو. په هغو ودانیو کې د هېواد لرغوني اثار هم ول چې حکومت یې اوس د بیا جوړولو کار پیل کړی دی. تفصیل د اې اېف پي اژانس په دې ویډیويي راپور کې.
ایرانۍ دولتي رسنۍ وايي چې رییسي او سلمان د اکتوبر پر ۱۱مه د "فلسطینیانو پرضد د جنګي جنایتونو یا جرمونو د درولو پر اړتیا" وغږېدل. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د حماس تر بریدونو وروسته یووالي ښوولو په موخه اسراییلو ته تللی دی.
د افغانستان د هرات زلزله ځپلي وايي مرستو او استوګنځایونو ته اړتیا لري. د سرې میاشتې ادارې کارکوونکي وايي، د یخنۍ زیاتېدو له وجې ځینې زلزله ځپلي د بېلابېلو ناروغیو ښکار شوي دي. په زلزلو کې زرګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په پاکستان کې بریاني له مشهورو خوړو څخه بلل کېږي خو د کراچۍ اوسېدونکي دعوه کوي چې د هغه ښار په څېر بریاني په پاکستان کې په بل ځای کې نه پیدا کېږي
نور وښیئ