مشال راډیو
مشال راډیو
جنوبي وزيرستان کې وسلوالو د يوې کورنۍ ۳ غړي وژلي او ۳ نور یې ژوبل کړي دي
            <description>په جنوبي وزيرستان کې ناپېژندليو وسلوالو د يوې کورنۍ درې غړي وژلي او درې نور یې ژوبل کړي دي.د کوز جنوبي وزيرستان د پولیسو مشر محمد طاهر شاه د مارچ پر ۲۴مه مشال راډيو ته وویل چې وژل شوي او ژوبل شوي کسان د ملک سردار علي د کورنۍ غړي دي. 
هغه زیاته کړه چې پولیسو په اعظم ورسک کې د هغه پروني برید د نيولو هڅې پيل کړې دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.
له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو، شمالي وزيرستان او جنوبي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.
ډېره اسماعيل خان کې ۴ پوځیان وژل شوي دي
            <description>د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې څلور پوځیان وژل شوي دي.د هغې ضلعې پولیسو یو چارواکي د مارچ پر ۱۲مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې د تېره شپه په پرواکوټ ماچي سیمه کې د وسلوالو خلاف د عملیاتو پر مهال څلور پوځیان وژل شوي دي.
پولیس چارواکي زیاته کړه چې دا هدفي عملیات د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ضد ول خو هغې ډلې لا په دې اړه څه نه دې ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د ډېره اسماعيل خان په ګډون د خیبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.
جنوبي وزیرستان او لکي مروتو کې چاودنو ۴ تنه وژلي او ۲۶ یې ټپي کړي دي
            <description>د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان او لکي مروتو کې چاودنو لږ تر لږه څلور تنه وژلي او ۲۶ یې ټپي کړي دي.د کوز جنوبي وزیرستان چارواکو ویلي چې د واڼې په رستم بازار کې چاودنې دوه پولیس وژلي دي.
د ضلعي پولیسو مشر محمد طاهر شاه مشال راډیو ته وویل، پېښه د مارچ پر اوومه مازیګر مهال په بازار کې وشوه چې پکې پینځه پولیس او ۱۱ ولسي وګړي ټپي شوي هم دي.
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس وايي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
بل پلو په لکي مروتو کې هم د مارچ پر اوومه په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۰ ژوبل دي.
د لکي مروتو د پولیسو ویاند قدرت الله د مارچ پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې پېښه په منجیوالا څلور لاره کې په یو دوکان کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې چوونکي توکي په یو موټرسایکل کې ایښي ول.
د قدرت الله په وینا، دا دوکان د ځايي امن کمېټۍ د مشر خالد خان د ورور شعیب خان وو چې پکې شعیب خان او د هغه یو بل خپلوان وژل شوي دي.
د هغې چاودنې ذمه واري هم لا چا نه ده منلې.
له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ناامني او وسلوال فعالیتونه زیات شوي دي.
جنوبي وزیرستان او لکي مروت هم یو له هغو سیمو دي چې چاودنې او هدفي وژنې پکې زیاتې کېږي.
د هغو ضلعو خلکو په وار وار د ناامنیو پرضد احتجاجونه کړي او امنیتي ادارې یې تورنې کړې دي چې د وسلوالو پرفعالیتونو سترګې پټوي.
خو د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکو هم په بیا بیا داسې تورونو ته په غبرګون کې ویلي چې د سیمې امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیات دوام لري.
د پاکستان او طالبانو حکومتي سرتېرو ترمینځ پر ډېورنډ کرښه تازه نښتې شوې دي
            <description>سیمه ییز چارواکي وايي چې د مارچ پر درېیمه هم له باجوړه تر جنوبي وزیرستان پورې د غځېدلې کرښې دواړو خواوو ته په بېلابېلو ځایونو کې بریدونه شوي دي چې پکې لا د مرګژوبلې معلومات نه شته.</description>
د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستاني سفارت تړلو ګواښ کړی دی
            <description>پاکستان په کابل کې د خپل سفارت ممکنه بندیدو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.</description>
پاکستان او افغانستان پر یو بل تازه بریدونه کړي 
            <description> په انګور اډه کې تر نامعلومه وخته پولې ته نژدې سکولونه تړل شوي او بازار هم بند دی. چارواکو پر خلکو غږ کړی چې له غیر ضروري تګ راتګه دې ډډه وکړي.</description>
 بنو کې د سرحدي ځواک پر مرکز ډرون برید ۸ سرتېري ژوبل کړي دي
            <description>په دې وروستیو کې پر پولیسو، اېف سي ځواک او پوځ بریدونه زیات شوي دي. د دې ترڅنګ پولیس دا ادعا هم کوي چې وسلوال پر ولسي خلکو هم ډرون بریدونه کوي.</description>
ډېره اسماعيل کې وسلوالو پولیس سرتېری او د کسټم چارواکی وژلي دي
            <description>د خيبر پښتونخوا پولیس وايي چې د هغې صوبې په ډېره اسماعیل خان ضلع کې په یو برید کې د کسټم (ګمرک) یو چارواکی او یو پولیس سرتېری وژل شوي دي.یو ضلعي پولیس چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د فبرورۍ پر ۱۷مه ماخوستن وسلوالو په یارک تاڼې او ورسره نېزدې په ګمرک دفتر کې پر ګاډو ډزې وکړې چې پکې د ګمرک یو چارواکی او یو پولیس سرتېری وژل شوي او دوه پولیس سرتېري ژوبل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.
له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د ډېره اسماعيل خان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي. ځايی خلکو د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، غونډې، پرلتونه او جرګې کړې دي او په بیا بیا یې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.
د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.
بلخوا د پاکستان پوځ هم وايي چې د وسلوالو خلاف يې هدفي عمليات روان دي.
په ټانک کې چاودنې ۲ عسکر وژلي او ۲ یې ټپي کړي دي
            <description>د ټانک ضلعې یو پولیس چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر ۱۶مه سهار د ګومل په کوټ حکیم سیمه کې د پوځ موټر روان وو چې پرې د ماین چاودنه وشوه. </description>
پهاړ پور کې وسلوالو د تاڼېدار په ګډون ۴ پولیس وژلي دي
            <description>د خيبر پښتونخوا په نوې ضلع پهاړپور کې په وسلوال برید کې د یو تاڼېدار په ګډون څلور پولیس وژل شوي او دوه ژوبل دي.د پولیسو یو چارواکي له رسنیو سره خبرو اجازې نه درلودلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د فبرورۍ پر ۱۱مه په پنیالۍ کې د پولیسو پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې د پنیالۍ تاڼېدار فهیم ممتاز په ګډون څلور پولیس ووژل شول.
هغه وايي، په ژوبلو کې د پولیسو ډي اېس پي محمد عدنان هم شامل دی چې د ډېره اسماعیل خان روغتون ته لېږدول شوی دی.
د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو چارواکی زیاتوي چې پولیسو په سیمه کې د مشکوکو وسلوالو لټون پیل کړی دی.
پهاړپور پخوا د ډېره اسماعیل خان ضلعې برخه وه خو د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۵ز کال د نومبر پر ۲۶مه د یو فرمان په خپرولو پنیالۍ او پهاړپور تحصیلونه له ډېره اسماعیل خانه جلا کړل او نوې ضلع یې جوړه کړه.
په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او خپلو مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
د فبرورۍ پر اتمه وسلوالو په جنوبي وزیرستان کې وسلوالو یو پولیس وواژه او دوه تنه یې ټپي کړل. تر دې شاوخو یوه اونۍ مخکې وسلوالو د لکي مروتو په نصرخېلو کې یو پولیس وواژه. د هغو بریدونو ذمه واري هم چا نه وه منلې.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
په ډېره اسماعیل خان کې وسلوالو د پوځ کرنل وژلی دی
            <description>د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او باجوړ کې په دوو حملو کې د پوځ یو کرنل او یو ولسي وګړی وژل شوي او دوه تنه ژوبل دي.د ډېره اسماعیل خان د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې وسلوالو د جنورۍ پر ۲۸مه د شورکوټ په کرامت اباد کې د پوځ د کرنل پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې هغه ووژل شو او ورسره ناست دوه نور کسان ژوبل شول.
دی وايي، کرنل عمران په رخصتۍ په شورکوټ کې کور ته تللی وو چې د برید ښکار شو.
تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چا او ولې وژلی دی، خو پولیس زیاتوي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
ډېره اسماعیل خان د خیبر پښتونخوا له هغو سیمو یوه ده چې د وسلوالو فعالیتونه پکې زیات دي او وخت نا وخته پر امنیتي ځواکونو بریدونه هم کوي.
د جنورۍ پر ۲۳مه په هغه ضلع د واده پر مهال په یو ځانمرګي برید کې اووه تنه ووژل شول چې پکې د امن کمېټۍ یو غړی هم شامل وو. د حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
په باجوړ کې چاودنهپه همدې حال کې د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۲مه غرمه شاوخوا ۱۲ بجې په شيکوټۍ سیمه کې ځمکلاندې بم چاودنې د ډېرۍ کلي یو اوسېدونکی وواژه.
د چاودنې ذمه واری لا چا نه ده منلې.
په وروستیو کې په باجوړ کې پر ولسي وګړو بریدونه زیات شوي دي. د جنورۍ پر ۱۴مه په عنایت کلي بازار کې وسلوالو یو کس وویشت. تر هغې یوه ورځ مخکې وسلوالو د لوی سم تاڼې په حدودو کې په برید کې یو ولسي وګړی وواژه او بل یې ژوبل کړ. د هغو بریدونو مسوولیت هم چا نه وو منلی.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
په هغه صوبه کې خلکو وخت پر وخت د احتجاجونو پر مهال حکومت او امنیتي ادارې تورنې کړې دي چې د وسلوالو پر فعالیتونو يې سترګې پټې کړې دي.
خو د پاکستان حکومت او پوځ دا دعوه ناسمه بولي او وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.
پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
په ډېره اسماعیل خان کې ځانمرګي برید ۷ تنه وژلي او ۲۵ یې ټپي کړي دي
            <description>د  خیبر پښتونخوا د ډيره اسماعيل خان په قریشي موړ سیمه کې د واده په مراسمو کې ځانمرګی برید شوی چې په نتیجه کې یې لږترلږه اووه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.  په دې بريد کې د جګري مسید په نامه مشهور د 'امن کمېټۍ' مشر وحيد الله هم وژل شوی دی. </description>
د جنوبي وزیرستان سوداګر له افغانستان سره د انګور اډې لارې پرانیستلو غوښتنه کوي
            <description>د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر حسین اندرابي د جنورۍ پر اتمه په اسلام اباد کې اونيزې خبري غونډې په وینا کې وويل چې په وروستيو کې د اسلام اباد او کابل ترمينځ اړيکې "د ترهګرۍ د ستونزې له امله تر فشار لاندې" راغلې دي.</description>
ټانک کې په بمي چاودنه کې ۶ پولیس وژل شوي دي
            <description>د خيبر پښتونخوا په ټانک، بنو او اورکزیو کې د ناامنۍ په جلا جلا پېښو کې شپږ پولیس، د امن لښکر دوه غړي او څلور مشکوک وسلوال وژل شوي او یوشمېر کسان ژوبل دي.د ټانک د پولیسو یو افسر پروېز شاه مشال راډيو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۲مه ماسپښین شاوخوا یوه بجه د ګومل تاڼې د پولیسو بکتربند ګاډی تر سړک غاړې د ښخ بمي برید ښکار شو.
دی وايي، په چاودنه کې د ګومل تاڼېدار او د هغه مرستیال (ایډېشنل اېس اېچ او) په ګډون شپږ سرتېري ووژل شول.
د حملې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې خو شاه زیاتوي چې پولیسو په سیمه کې د وسلوالو لټون عملیات پیل کړي دي.
د پاکستان ولسمشر، وزیراعظم، د کورنیو چارو وفاقي وزیر، د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر او ګورنر هغه برید غندلی دی.
تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۲۷مه په ټانک کې وسلوالو پر پوستې په "ډرون برید" کې یو سرتېری وژلی او دوه یې ژوبل کړي ول.
په همدې حال کې د بنو پولیسو د "استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو" کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.
پولیسو د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېرېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) له سرتېرو سره یې ګډ عملیات د جنورۍ پر ۱۱مه شپې مهال په جنډوخېلو کې کړي دي.
بیان وايي، د عملیاتو پر مهال دوه مشکوک وسلوال په تېښته بریالي شول.
پولیس زیاتوي، وژل شوي وسلوال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي ول چې پر "امنیتي پوستو په بریدونو" کې ککړ ول او پولیسو او امنیتي ځواکونو ته په "ګڼو مقدمو کې مطلوب ول."
هغې وسلوالې ډلې لا د پولیسو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډيو یې هم په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.
اخوا د اورکزیو د پولیسو یو چارواکي محبوب خان ویلي دي چې په هغه ضلع کې د وسلوالو او امن لښکر د غړو ترمینځ په نښته کې څلور تنه وژل شوي دي.
نوموړي رسنیو ته ویلي چې وسلوالو د جنورۍ پر ۱۲مه په یخو کنډو کې د امن لښکر پر غړو ډزې وکړې چې له وجې یې نښته پیل شوه.
خان زیاتوي، له وژل شویو څخه یې دوه د لښکر غړي او دوه وسلوال دي.
د اورکزیو برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو ضلعو کې چې څه باندې دوه لسیزې مخکې وسلوالې ډلې پیدا شوې او فعالیتونه یې پیل کړل نو د حکومت په ملاتړ امن کمېټۍ او امن لښکرې جوړې شوې چې په خپلو سیمو کې یې ګزمې او پهرې کولې. د دې په غبرګون کې به وسلوالو ډلو پر هغوی حملې کولې. 
تر هغې وروسته د امنیتي وضعې له ښه کېدو سره امن کمېټۍ هم ختمې شوې، خو په تېرو څلورو کلونو کې د ناامنۍ له زیاتېدو سره سم، په ځینو سیمو کې بیا فعاله شوې دي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
د جنورۍ پر ۱۰مه د شمالي وزیرستان په سپینوام کې د امنیتي ځواکونو په ډرون برید کې پینځه ولسي وګړي او یو مشکوک وسلوال ووژل شول. چارواکي او ځايي وګړي وايي، خلک او وسلوال تر یو څپر لاندې ناست ول چې برید ورباندې وشو چې پکې دوه مشکوک وسلوال او درې عام وګړي ژوبل هم شول.
پر هم هغه ورځ د بنو په بکاخېلو کې په دوو پېښو کې دوه ولسي وګړي او یو پولیس سرتېری ووژل شول.
په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ زیاتېدو ترڅنګ د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو او ورسره د نښتو پر مهال پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.
د هغو سیمو اوسېدونکو په نښتو او د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.
خو ځايي انتظامیو او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.
د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.
پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د جنورۍ پر ۱۰مه په یو بیان کې دعوه وکړه چې د همدې میاشتې پر اتمه یې په شمالي وزیرستان او کورمه کې په هدفي عملیاتو کې ۱۱ مشکوک وسلوال وژلي دي.
واڼه کې د جمعيت علمای اسلام مخکښ او ديني عالم مولانا سلطان وژل شوی دی
            <description>د یادې ضلعې د پولیسو مشر محمد طاهر شاه مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر نهمه د واڼې په کاڼه چینه سیمه کې مولانا سلطان له جومات نه د راوتلو پر مهال د بم په چاودنه کې ژوبل شو او وروسته په ډېره اسماعیل خان کې په مفتي محمود روغتون کې د ژورو زخمونو له وجې ساه ورکړه.</description>
د ټانک پولیس وايي "د وسلوالو په ډرون برید" کې یو عسکر وژل شوی او ۴ ټپي شوي دي 
            <description>د خیبر پښتونخوا د ټانک پولیس وايي، د ډېسېمبر پر ۲۶مه ناوخته د نامعلومو وسلوالو لخوا د فیډرل کانسټبلرۍ پر ګومل زام پوسته د ډرون برید په نتيجه کې یو عسکر وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.د ټانک ضلعې د پولیسو یو چارواکي د ډېسېمبر پر ۲۷مه د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا برید تیره شپه یوه بجه شوی دی.
نوموړي وویل چې وژل شوی عسکر حوالدار اصف خان نومېږي خو د ژوبل شویو عسکرو په اړه یې بیا څه ونه ویل.
نه پولیسو په دې اړه څه ویلي چې دا ډرون برید کومې وسلوالې ډلې کړی او نه هم چا تر اوسه د دې برید ذمه واري منلې ده.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې پخلی نشي کولای چې وسلوال په سیمه کې د ډرون بریدونه کوي.
ټانک د خيبر پښتونخوا یو له هغو سیمو ده چې وسلوال پکې فعال دي او وخت ناوخته پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او حکومتي ځايونه په نښه کوي. 
ناپېژندليو وسلوالو د اکتوبر پر ۲۳مه شپې مهال د نجونو يو ښوونځی په بارودي موادو سره الوځولی وو.
د ټانک د پوليسو مشر شبير حسين شاه خبريالانو ته ویلي وو چې د چاودنې په نتيجه کې د سکول ودانۍ په بشپړه توګه تباه شوې ده، خو چا ته ځاني زيان نه دی پکې اوښتی.
پوليس افسر زياته کړې وه چې سيمه يې کلابنده کړې او د لټون عمليات يې پیل کړې دي. چا د هغې پېښې مسوليت نه وو  منلی.
تر دې وړاندې، د ۲۰۲۴ز کال د مې پر اتمه ناڅرګنده وسلوالو د شمالي وزيرستان په شیوه سیمه کې د نجونو يو ابتدايي ښوونځی په چاودېدونکو توکو سره تباه کړی وو.
تر هغه وړاندې، د ۲۰۲۳ز کال د مې پر ۲۱مه نېټه هم وسلوالو د شمالي وزیرستان د میرلي په حسوخېل او مسکي سيمو کې د نجونو دوه سکولونه په بارودي موادو سره الوځولي ول.
وسلوالو د خيبر پښتونخوا د سوات او خيبر په ګډون په يوشمېر نورو قبايلي سيمو کې د نجونو ښوونځي وران کړي ول.
په وروستيو کې په شمالي‌ وزیرستان او نورو قبايلي سيمو کې د وسلوالو فعاليتونه زیات شوي دي. ځايي‌ خلکو، سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د ناامنيو پر ضد په بېلابېلو وختونو کې احتجاجونه کړي دي.
د پاکستان پوځ ويلي چې د وسلوالو پرضد هدفي عمليات کوي.
د بر جنوبي وزیرستان خلک وايي له سرې روغې روغتونه دې پولیس ووځي
            <description>د سره روغې د ویلیج کونسل چیېرمین اسحاق مسید مشال را‌‌ډیو ته وویل چې د یادې مسلې له کبله دوی مجبور دي چې خپل ناروغان د علاج لپاره نورو او لرې سیمو ته یوسي. </description>
د خیبر پښتونخوا په نوې ضلع پهاړپور کې چاودنې ۳ پولیس وژلي دي
            <description>پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په نوې ضلع پهاړپور کې بمي چاودنې لږ تر لږه درې سرتېري وژلي دي.د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته وویل، د پولیسو ګاډی د ډېسېمبر پر درېیمه سهار شاوخوا ۱۰ بجې د ضلعې په پنیالۍ کې د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شو.
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې پلټنې او وسلوالو د لټون عملیات یې پیل کړي دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د نومبر پر ۲۶مه د یو فرمان په خپرولو وویل چې پنیالۍ او پهاړپور له ډېره اسماعیل خانه جلا کوي او ورڅخه نوې ضلع جوړوي.
په تېرو ورځو کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې پر پولیسو، امنیتي سرتېرو او حکومتي چارواکو خونړۍ حملې شوې دي.
د ډېسېمبر پر دویمه په بنو کې په وسلوال برید کې د شمالي وزیرستان د میرامشا انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) په ګډون څلور تنه ووژل شول. تر دې مخکې د نومبر پر ۳۰مه او د ډېسېمبر پر لومۍ په لکي مروتو، بنو، ډېره اسماعیل خان او کورمه کې په بېلابېلو حملو کې اته پولیس او پوځي سرتېري ووژل او یوشمېر ژوبل شول. د هغو حملو ذمه واري هم چا نه وه منلې.
له څلورو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې پولیس او د پاکستان پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې وخت په وخت ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي. پوځ د نومبر پر ۲۴مه په بنو کې د عملیاتو پر مهال د ۲۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. کومې وسلوالې ډلې د پوځ د ادعا په اړه څه نه ول ویلي.
داراز، د بنو او لکي مروتو په مختلفو برخو کې ځايي وګړو هم د وسلوالو فعالیتونو د مخنیوي لپاره امن کمېټۍ جوړې کړې دي.
د بنو په ډومېل کې د ولسي مشرانو یوې جرګې د نومبر پر ۲۶مه د امن کمېټۍ او لښکر جوړولو اعلان وکړ او د سیمې د امنیت هوډ یې وښود. پولیسو ویلي دي چې د هغو ولسي کمېټيو او لښکرو ملاتړ کوي.
د خیبر پښتونخوا ۴ ضلعو کې په وسلوالو بریدونو کې ۸ سرتېري وژل شوي دي
            <description>د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو، بنو، ډېره اسماعیل خان او کورمه کې په وسلوالو حملو کې اته پولیس او پوځي سرتېري وژل شوي او یوشمېر نور ژوبل دي.د لکي مروتو د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د تجوړي پولیسو پر ګاډي په ځانمرګي برید کې یو سرتېری وژل شوی او درې ژوبل دي. 
دی وايي، پولیسو پر سړک پر موټرسایکل سپرو دوو کسانو ته درېدو اشاره وکړه خو هغوی وتښتېدل. 
د ده په خبره، د پولیسو ګاډي هغوی تعقیبول چې و یې نیسي چې یو وسلوال له موټرسایکله ښکته شو، چاودنه یې وکړه او بل وتښتېد. 
په همدې حال کې د بنو د پولیسو مشر یاسر اپرېدي مشال راډیو ته وویل، وسلوالو د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه سهار مهال په ممشخېلو کې دندې ته پر لاره روان پولیس سرتېری وویشت او وتښتېدل.
دی وايي، د سرتېري د وژونکو د نیولو لپاره یې پلټنیز عملیات پیل کړي دي.
په بنو چاوڼۍ کې د پوځ او استخباراتي ادارې دوو جلا، جلا چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته وویل، د نومبر پر ۳۰مه د بنو په بکاخېلو کې پر پوځي قافلې په حمله کې یو سرتېری ووژل او دوه ژوبل شول.
دوی وايي، برید هغه مهال شوی چې انتظامیې د پوځي کاروانونو د خوندي تګ راتګ لپاره د شمالي وزیرستان او بنو ترمینځ پر سړک ګرځبندیز (کرفیو) لګولی وو.
په عین وخت کې د ډېره اسماعیل خان د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د نومبر پر ۳۰مه په کلاچۍ کې یو پوځي ګاډی د سړک تر غاړې د بمي برید ښکار شو چې پکې درې سرتېري ووژل او دوه ژوبل شول.
چارواکی وايي، ژوبل سرتېري د ډېره اسماعیل خان پوځ روغتون ته لېږدول شوي او امنیتي سرتېرو په سیمه کې عملیات پیل کړي دي.
اخوا په منځنۍ کورمه کې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د ډېسېمبر پر لومړۍ د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، وسلوالو د نومبر پر ۳۰مه په چنارک سیمه کې پر امنیتي پوستې برید وکړ چې پکې دوه پولیس ووژل شول او دوه ژوبل شول.
دی وايي، په پوسته کې ناستو سرتېرو ځوابي کارروايي وکړه خو وسلوالو ته د اوښتي زیان په اړه کره معلومات نه لري.
د خیبر پښتونخوا په هغو درې ضلعو کې د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.
له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو، ډېره اسماعیل خان، کورمې او شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
په جنوبي وزیرستان کې د یو خبریال کور په بارودي موادو ويجاړ کړل شوی دی
            <description>د کوز جنوبي وزیرستان پوليس او ځايي خلک وايي چې نامعلومه وسلوالو د ځايي خبریال کور په چاودېدونکو موادو ويجاړ کړی دی. د واڼه د خبریالانو د مرکز يوه غړي نور علي وزیر مشال رېډیو ته ويلي چې د نومبر پر ۲۹مه شپې مهال نامعلومه وسلوالو په اعظم ورسک سيمه کې د خبریال معراج خالد کور په بمي چاودنه ويجاړ کړی دی البته نه خبریال او نه هم د هغه د کورنۍ کوم غړي ته مرګژوبله اوښتې ده.
نوموړي زیاته کړه چې پر معراج خالد تور پورې شوی چې اراده يې لرله چې خپل کور په عارضي توګه امنیتي ځواکونو ته وسپاري چې د ده په خبره، دا بې اساسه تور دی. ده واضحه نه کړه چې دا تور چا پورې کړی دی.
د پولیسو يوه چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط د نومبر پر ۲۹مه مشال رېډیو ته وويل چې د پېښې مقدمه يې د نامعلومو کسانو پرضد دایره کړې او پلټنې يې پیل کړې دي.
تراوسه پورې هېچا د دې پېښې ذمه وار نه ده منلې.
د نورو قبايلي سيمو په څېر په جنوبي وزیرستان کې هم له تېرو څو کلونو راهيسې وسلوال بیا فعاله شوي دي چې پرضد يې پوځ عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
په سيمه کې نامعلومه وسلوالو امنیتي او پولیس سرتېري، ولسي مشران، سياسي او مدني فعالان وژلي دي.
د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.
په جنوبي وزيرستان کې ناقانونه تحريک طالبان پاکستان تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله ده خو له دې پرته هلته نورې ناقانونه وسلوالې ډلې هم فعاله دي.