مشال راډیو
مشال راډیو
خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال بېلابېلو پېښو ۱۷ تنه وژلي، ۵۶ ژوبل دي
            <description>د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د شړکنده ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۵۶ ژوبل دي. د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویندوی انور شهزاد د مارچ پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، هغه پېښې په بنو، کواټ (کوهاټ)، شمالي وزیرستان، باجوړ، بر دیر او اېبټ اباد کې شوې دي. 
دی وايي، په وژل شویو کې ۱۴ ماشومان او له ژوبلو څخه یې هم ۲۶ ماشومان دي. 
شهزاد وايي، ورښتونو تر ټولو زیات زیان په بنو کې اړولی دی او هلته اته تنه وژل شوي او ۴۲ ژوبل دي. 
تر دې مخکې د بنو انتظامیې ویلي ول چې هلته د دوو کورونو د چتونو پرېوتو پېښې څلور تنه وژلي او ۴۱ یې ژوبل کړي دي.
انتظامیې په بیان کې ویلي دي چې د مارچ پر ۲۹مه شپې مهال په کوټکه غلام قادر سیمه کې د واده پر مهال د یوې حجرې چت پرېوت چې دوه تنه یې ووژل او ۳۹ یې ژوبل کړل.
بیان وايي، پر هم هغه شپه په اخوندانو ماماخېلو کې د یو بل کور چت پرېوتو له وجې دوه ماشومان ووژل شول او دوه ژوبل شول.
د بنو د روغتیا ادارې ویلي دي چې ژوبل کسان د ښار روغتون ته لېږدول شوي دي او درملنه یې روانه ده.
د بنو انتظامیې تر هغو پېښو وروسته په بیان کې ویلي چې هغه خلک چې کورونه یې خام یا کچه دي او چتونه یا دېوالونه یې د پرېوتو له خطر سره مخامخ دي، دې خوندي ځایونو ته ولاړ شي او کولای شي چې په لنډمهالي ډول د سرکاري ښوونځیو په ودانیو کې واوسي.
د پي ډي اېم اې ویاند انور شهزاد وايي، بارانونو د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې ۱۱ کورونه زیانمن کړي دي.
د موسمي چارو صوبايي اداره وايي، په خیبر پښتونخوا کې پسرلني بارانونه د مارچ له ۲۵مې پیل شوي دي چې تر ۳۱مې پورې به دوام لري. 
په پاکستان او افغانستان کې سخت ورښتونه اکثر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.
تر دې مخکې د جنورۍ له درېیمې اونۍ څخه د سختې واورې او باران پر مهال په خیبر پښتونخوا کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۱ تنه وژل شوي ول.
په هغو ورځو کې په بلوچستان او افغانستان کې هم ورښتونه شوي ول چې لویې لارې یې تړلې وې.
د طالبانو حکومت هغه مهال ویلي ول چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو پر مهال په پېښو کې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي.
تر دې مخکې د ډېسېمبر په پای او د ۲۰۲۶ز کال د جنورۍ په پیل کې تر اوږدې وچکالۍ وروسته د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې درې ورځې سخت ورښتونه وشول چې له وجې یې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول.
په بنو کې وسلوالو ۱ پولیس وژلی، ۳ یې ژوبل کړي دي
            <description>د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسلوالو یو پولیس وژلی او درې یې ژوبل کړي دي.د بنو پولیسو په یو بیان کې ویلي چې پېښه د مارچ پر ۲۸مه د هوېد تاڼې په حدودو کې شوې ده.
پولیس زیاتوي چې په ځوابي کارروایۍ کې یې دوه مشکوک وسلوال هم وژلي دي. 
کومې وسلوالې ډلې لا د  پېښې ذمه واري نه ده منلې او د پولیسو د دعوې په غبرګون کې یې هم څه نه دي ویلي. 
له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهيسې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
د اقتصاد او سولې چارو انسټېټیوټ په نوم یوې نړیوالې ادارې د مارچ پر ۲۱مه په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۲۵ز کال کې په پاکستان کې د "نړۍ تر بل هر ځای زیات وسلوال بریدونه" شوي دي. هغې ادارې وویل، تېر کال په پاکستان کې له "ترهګرۍ" سره په تړلیو پېښو کې ۱،۱۳۹ تنه ووژل شول چې د نورو کلونو پرتله شپږ سلنه اضافه ښيي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
شمالي وزيرستان کې بريدونو ۱ ولسي وګړی او ۲ سرتېري وژلي، ۲ ژوبل دي
            <description>په شمالي وزیرستان کې په وسلوال بريد کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.په میرامشا کې پوځي او استخباراتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د مارچ پر ۱۹مه ماسپښين مهال په دته‌ خېلو کې د سرحدي ځواک د سرتېرو پر ګزمې رېموټ کنټرول بمي بريد وکړ چې پکې دوه سرتېري ووژل شول او دوه نور ژوبل شول.
هغو چارواکو زياته کړه چې په برید کې ژوبل شوي سرتېري يې پوځي روغتون ته لېږدولي دي.
بلخوا د میرامشا د پولیسو دفتر او ځایي اوسېدونکو د مارچ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وويل چې تېره شپه وسلوالو په تپي سیمه کې یو ځايي ځوان وژلی دی.
هغوی زياته کړه چې وژل شوی په جومات کې په اعتکاف کې ناست وو چې وسلوالو ورباندې بريد وکړ.
پولیس وايي، د پېښې مقدمه یې دایره کړې ده. 
د دته خېلو او تپي سیمو د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.
له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د شمالي وزيرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
د خيبر پښتونخوا اوسېدونکو هلته د ناامنيو پر ضد وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي.
اخوا حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
پولیسو په کواټ او لکي مروتو کې د ۹ مشکوکو وسلوالو وژلو ادعا کړې ده 
            <description>د ضلعې د پوليسو مشر شهباز الاهي د مارچ پر ۱۵مه په ټولنيزو رسنيو خپور کړي بيان کې ويلي دي چې دغه عمليات د خفيه معلوماتو پر بنسټ د پوليسو ترهګرۍ ضد څانګې يا (سي ټي ډيي) او کواټ پوليسو په ګډه ترسره کړي دي.</description>
پولیسو په لکي مروتو کې د ۶ مشکوک وسلوالو وژلو ادعا کړې ده 
            <description>بل پلو پولیس وايي، وسلوالو په لنډي کوتل کې د پښتو د وتلي شاعر امیر حمزه خان شینواري کلتوري ودانۍ ساتونکی پولیس په ډزو ویشتلی دی. په یادې ودانۍ کې د حمزه شینواري مزار هم دی.</description>
خیبر پښتونخوا کې بېلابېلو پېښو کې ۷ پوليس وژل شوي دي
            <description>د لکي مروتو پولیسو د مارچ پر ۱۳مه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې د پولیسو یو ګاډی د ښادي خېل تاڼې په حدودو کې د سړک پر غاړه ښخ شوي ماین وخوت چې د هغې تاڼې د مشر (اېس اېچ او) صدراعظم په ګډون پکې شپږ پولیس سرتېري ووژل شول.</description>
لکي مروتو کې ډرون بريدونو ۵ ماشومان ژوبل کړي دي
            <description>د خيبر پښتونخوا د لکي مروتو پولیس او ځايي خلک وايي چې په تختي خېلو کې ډرون بريدونو پينځه ماشومان ژوبل کړي دي.د لکي مروتو د پولیسو ویاند قدرت الله د مارچ پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې د سې شنبې يا نهي پر ورځ د نورنګ تاڼې په حدودو کې په تختي خېلو سيمه کې دوه جلا بریدونه وشول. 
نوموړي دعوه وکړه چې دا بريدونه وسلوالو کړي دي، خو تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.
د لکي مروتو ځينو اوسېدونکو هم مشال راډیو ته وویل چې هلته ناڅاپه ډرونونه راغلل او بمونه يې وغورځول. د هغوی په وينا، په لومړي بريد کې دوه ماشومان او په دويم بريد کې درې ماشومان ژوبل شول.
د پوليسو ضلعي وياند زياته کړه چې تر دې وړاندې هم په هغه سيمه کې وسلوالو پر پوليسو دا ډول بريدونه کړي دي چې ولسي وګړو ته هم پکې زيانونه اوښتي دي.
د هغه په وينا، پوليسو او د ځايي امن کمېټۍ غړو د وسلوالو خلاف شريک عمليات پیل کړي دي.
په وروستيو کې پوليسو او پوځ د خیبر پښتونخوا په بنو، وزیرستانونو، لکي مروت، جانيخېلو او يوشمېر نورو سيمو کې د وسلوالو خلاف عمليات توند کړي دي.
ځايي وګړي وايي چې د هغو د نښتو پر مهال ډرونونه او د هاوان مرمۍ هم کارول کېږي چې پکې خلکو ته مرګژوبله اوړي. هغوی زياتوي چې زياتره ډرونونه او د هاوان مرمۍ امنيتي ځواکونو توغوي.
د هغو سیمو اوسېدونکو په نښتو او د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.
په شمالي وزیرستان او لکي مروت کې ۵ کسان وژل شوي
            <description>د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان او لکي مروتو کې په بېلا بېلو پېښو کې ۵ تنه وژل شوي او ۵ ژوبل دي. د میرامشا پولیسو مشال راډیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې ناڅرګندو وسلوالو د مارچ پر اتمه د ګل ساخان په نامه ځوان په ډزو وژلی دی. بل پلو د لکي مروت پولیسو ویاند قدرت الله رسنیو ته ویلي چې په نورنګ سیمه کې د وسلوالو د برید پرمهال یو عام وګړی وژل شوی او یو پولیس ژوبل شوی دی.
دی وايي چې په یوه بله پېښه کې په منجیواله سیمه کې د امارچ پر اتمه د دوو کسانو داسې مړي غورځول شوي چې په ډزو وژل شوي وو. د لکي مروت پولیسو یو بل افسر د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې وژل شوي کسان شادالله او محمد ادریس نومېږي او سره وروڼه دي. هغه زیاته کړې چې دوی په لکي مروتو کې د یو وسلوال کمانډر رفیع الله عرف سنګري وروڼه دي.
په دې وروستيوو کې د خیبرپښتونخوا په قبايلي او نيمه قبايلي سيمو کې امنيت خراب شوی دی. د مارچ په اوومه، په جنوبي وزیرستان او لکي مروتو کې چاودنو لږ تر لږه څلور تنه وژلي او ۲۶ ټپي کړي وو.
په همدې حال کې د مارچ پر نهمه، د شمالي وزیرستان د میرامشا تحصیلدار غني الرحمان وزیر مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې تېره شپه په غلام خان کې د افغان طالبانو له خوا پر پوله د برید په وخت یو توغندی پر یو کور لګېدلی دی. د هغه په وینا په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ماشومان ټپي شوي دي. تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. 
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د فرورۍ له وروستیو راهیسې یو پر بل بریدونه دوام لري. د هغو نښتو له امله د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو کې اوسېدونکو ولسي وګړو ته زیانونه اوښتي او ښوونځي بند شوي دي. 
دا نښتې تر هغه وروسته پيل شوې چې د پاکستان حکومت يو ځل بیا پر طالبانو تور پورې کړی چې په افغانستان کې یې اسلام اباد مخالفو هغو وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي چې په پاکستان کې حملې کوي. د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه رد کړي او زياته کړې يې ده چې تحريک طالبان پاکستان او نورو ډلو وسلوال په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي.
جنوبي وزیرستان او لکي مروتو کې چاودنو ۴ تنه وژلي او ۲۶ یې ټپي کړي دي
            <description>د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان او لکي مروتو کې چاودنو لږ تر لږه څلور تنه وژلي او ۲۶ یې ټپي کړي دي.د کوز جنوبي وزیرستان چارواکو ویلي چې د واڼې په رستم بازار کې چاودنې دوه پولیس وژلي دي.
د ضلعي پولیسو مشر محمد طاهر شاه مشال راډیو ته وویل، پېښه د مارچ پر اوومه مازیګر مهال په بازار کې وشوه چې پکې پینځه پولیس او ۱۱ ولسي وګړي ټپي شوي هم دي.
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس وايي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
بل پلو په لکي مروتو کې هم د مارچ پر اوومه په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۰ ژوبل دي.
د لکي مروتو د پولیسو ویاند قدرت الله د مارچ پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې پېښه په منجیوالا څلور لاره کې په یو دوکان کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې چوونکي توکي په یو موټرسایکل کې ایښي ول.
د قدرت الله په وینا، دا دوکان د ځايي امن کمېټۍ د مشر خالد خان د ورور شعیب خان وو چې پکې شعیب خان او د هغه یو بل خپلوان وژل شوي دي.
د هغې چاودنې ذمه واري هم لا چا نه ده منلې.
له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ناامني او وسلوال فعالیتونه زیات شوي دي.
جنوبي وزیرستان او لکي مروت هم یو له هغو سیمو دي چې چاودنې او هدفي وژنې پکې زیاتې کېږي.
د هغو ضلعو خلکو په وار وار د ناامنیو پرضد احتجاجونه کړي او امنیتي ادارې یې تورنې کړې دي چې د وسلوالو پرفعالیتونو سترګې پټوي.
خو د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکو هم په بیا بیا داسې تورونو ته په غبرګون کې ویلي چې د سیمې امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیات دوام لري.
میرامشا کې پر امنیتي پوسته ځانمرګي برید کې ۱ تن وژل شوی ۱۸ ژوبل دي
            <description>پولیس او استخباراتي چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په میرامشا کې پر چشمه امنیتي پوسته ځانمرګي برید کې یو کس وژل شوی دی. په میرامشا کې د پولیسو کنټرول خونې مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر شپږمه ځانمرګي بریدګر خپله له باروتو ډکه لارۍ له پوستې سره وجنګوله چې په نتیجه کې یې یو ولسي وګړی ووژل شو او ۱۸ نور ژوبل شول چې پکې دوه پوځي سرتېري هم شامل دي. 
چارواکي وايي، ژوبل کسان د میرامشا روغتون ته رسول شوي دي. د یاد روغتون یو چارواکي اصف اقبال مشال راډیو ته وویل چې په ژوبلو تنانو کې د دوو حالت نازک دی. 
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت قبول کړی نه دی. 
تر دې وړاندې د مارچ پر پینځمه په میرامشا کې د ضلعي انتظامیې پر دفترونو د توغندي په برید کې دوه پوځیان وژل شوي ول.
د هغې حملې ذمه واري هم چا نه وه منلې.
په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او خپلو مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
په بنو کې ۳ کسان په هدفي برید کې وژل شوي دي
            <description>پولیس وايي، د هغوی سرتېري پر وخت د پېښې ځای ته ورسېدل خو تر هغې نامعلومه وسلوال تښتېدلي ول خو دوی یې پر ضد پلټنې پیل کړې دي.</description>
بنو کې وسلوالو د سړیو جامو کې ګرځېدونکې ښځه وهلې او ویډيو یې پر ټولنیزو شبکو خپره کړې ده
            <description>د ډومېل د پولیسو تاڼېدار عصمت الله د مارچ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، هغه ښځه جمشېده نومېږي چې د چوټا خان (وړوکي خان) نرینه نوم یې ځان ته غوره کړی وو، د سړیو جامې به یې په تن کولې او له کوره بهر به ګرځېده.</description>
په میرامشا کې وسلوال برید ۲ پوځیان وژلي دي
            <description>پولیس او استخباراتي چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د ضلعي انتظامیې پر دفترونو د توغندي په برید کې دوه پوځیان وژل شوي دي. د پولیسو او استخباراتي ادارې دوو چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر پینځمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې وسلوالو د روانې میاشتې پر څلورمه شپې مهال د ماچس له غره څخه توغندی وویشت چې په چاوڼۍ کې د انتظامیې پر دفترونو ولګېد او هلته یې په دنده بوخت سرتېري ووژل. 
دوی زیاتوي چې په حمله کې د دفترونو ودانۍ ته هم زیان اوښتی دی. 
د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.  
په بنو کې يو تن وژل شوی او ۴ کسان په ډرون برید کې ژوبل شوي
            <description>د خیبر پښتونخوا په بنو کې په دوو جلا جلا پېښو کې يو ولسي وګړي تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي او پر یو کور د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږترلږه څلور وګړي ژوبل شوي دي.د پولیسو او ځايي خلکو په وینا، دا ډرون برید د مارچ پر لومړۍ نېټه ماښام مهال د بنو په بکاخېلو کې د عجب خان نومي کس پر کور شوی دی. دوی مشال راډيو ته وويل په هغه حمله کې عجب خان او ورسره دوې مېرمنې او یو ماشوم ټپي شوي دي.
بل پلو پولیسو د مارچ پر دويمه، رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې بکاخېلو ته څېرمه مهمند خېلو کې بیا وسلوالو د اسد په نامه یو کس ببګا تښتولی او تر وژلو وروسته یې د هغه مړی غورځولی دی.
تر اوسه دا نده معلومه چې ډرون برید د وسلوالو او که د پاکستاني پوځ لخوا شوی او له مهمند خېلو د اسد په نامه ځوان چا تښتولی او وژلی دی. تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي. 
د روان کال په دوو میاشتو کې د وسلوالو له خوا په شمالي وزیرستان کې څلور او په بنو کې ۱۴ هدفي بریدونه شوي دي. په دې بریدونو کې ځايي فعال ځوانان، قبایلي مشران او امنیتي سرتېري په نښه شوي دي.
د دې سیمو خلکو په وار وار د ناامنۍ پرضد احتجاجونه کړي او امنیتي ادارې یې په دې تورنې کړې دي چې ګواکې د وسلوالو پرضد پرېکنده ګامونه نه اخلي. خو امنیتي چارواکو هم په بیا بیا دریځ وړاندې کړی چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیات روان دي او دوی په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي.
په بنو کې پر یو جومات په ډرون برید کې ۵ تنه ټپي شوي 
            <description>د خيبر پښتونخوا په بنو کې پوليس او ځايي خلک وايي هلته پر يو جومات ډرون بريد پينځه ولسي وګړي ژوبل کړي دي.د بنو پولیس لاین یوه چارواکي له رسنيو سره د خبرو اجازې نه درلودو له کبله د نوم نه ښوولو پر شرط مشال راډیو ته وویل چې دا برید د ۲۸مې فبرورۍ په شپه په ميريان سيمه کې شوی دی.
نوموړی وايي لا هم معلومه نه ده چې دغه بريد چا کړی دی خو په سیمه کې تر دې وړاندې هم خلکو مشال راډیو ته ویلي دي چې په حکومتي ډرون بریدونو او هاوان مرميو کې ولسي کسان په نښه کېږي.
خو بل پلو، انتظامیه او امنیتي ځواکونه وايي چې د سیمې د امنیت ټینګولو لپاره د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال د ولس د خونديتوب خيال ساتل کېږي.
بلخوا د شمالي وزيرستان د میرامشاه پولیس کنټرول روم یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د شپې له نږدې غرونو یو توغندی د میرعلي بازار پر مارکیټونو ویشتل شوی چې پکې ګڼ دکانونه ويجاړ شوي دي.
خو دکانونو کې خلک نه وو نو ځکه پکې چاته مرګژوبه نه ده اوښتې. چا تر اوسه د دې توغندي ویشلو زمه واري نده منلې.
بنو کې وسلوالو د خلکو تر احتجاج وورسته تښتولی سړی خوشې کړی دی
            <description>د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسلوالو هغه کس خوشې کړی دی چې د فبرورۍ پر ۲۵مه یې له دوو وروڼو سره تښتولی وو. دا تر هغې وروسته ده چې په بنو کې خلکو د فبرورۍ پر ۲۶مه مازیګر مهال د دوو وژل شویو وروڼو جنازه وکړه او بیا یې د هغوی مړي احتجاجاً میرامشا ته پر تلونکي سړک کښېښوول، پرلت یې وواهه او د درېیم ورور د خوشې کولو غوښتنه یې کوله. 
وروسته د بنو د پولیسو مشر یاسر اپرېدی له احتجاجیانو سره خبرې وکړې او د هغوی له مشرانو سره ولاړ او له وسلوالو سره یې تر مذاکراتو وروسته درېیم کس سعید اختر خوشې کړ. 
د احتجاج مشرانو دا و نه ویل چې کومو وسلوالو او ولې تښتولی وو خو زیاته یې کړه چې وسلوالو ته یې "سوال زارۍ وکړې" او اختر یې ازاد کړ. 
د بنو پولیس وايي چې وسلوالو د ضلعې په حسنخېلو کې درې وروڼه وتښتول چې ورڅخه دوه لږ ساعت وروسته ووژل او بل یې نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.
د بنو پولیسو په بیان کې ویلي ول چې هغوی د تراویح لپاره جومات ته تللي ول چې له کینټ تاڼې سره نېږدې مخپټي وسلوال ورغلل او له جومات سره یې نېږدې د خلکو مخې ته وتښتول.
پولیس وايي، په هغو کې دوه وروڼه د پولیسو سرتېري ول چې وسلوالو ووژل او مړي یې د بنو مروت کانال یا نهر په سیمه کې غورځولي او درېیم ورور، چې د بنو ډېوېژن د کمېشنر په دفتر کې کار کوي، د وسلوالو په ولکه کې دی.
د هغو کسانو د تښتولو او ورڅخه یې د دوو وروڼو د وژلو ذمه واري چا نه وه منلې.
له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
په بنو کې د پولیسو یو سرتېري وضاحت خان د فبرورۍ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې د امنیت لپاره شپه او ورځ پر پوستو پهرې او پر سړکونو ګزمې کوي، وسلوال یې په نخښه کوي او هغه وسایل نه لري چې ځانونه وساتي.
د خیبر پښتونخوا حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې" لپاره یې اربونه (مېلیاردونه) روپۍ بېلې کړې دي او د پولیسو روزنې او ورته د وسایلو ورکولو ته ژمن دی.
د خیبر پښتونخوا اوسېدونکو په تېرو کلونو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، غونډې، پرلتونه او جرګې کړې دي او په بیا بیا یې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
بنو کې خلکو د ۲ وروڼو د وژلو او د درېیم د تښتولو ضد احتجاج کړی دی
            <description>په بنو کې ځايي خلکو تر هغې وروسته احتجاج کړی دی چې مخپټو وسلوالو په حسنخېلو کې درې وروڼه وتښتول او لږ ساعت وروسته یې دوه ووژل. مظاهرچیانو د فبرورۍ پر ۲۶مه په بنو کې د وژل شویو جنازه وکړه او بیا یې میرامشا ته پر تلونکي سړک له جسدونو سره احتجاج وکړ. پولیس وايي، درېواړه وروڼه د فبرورۍ پر ۲۵مه د تراویح لپاره جومات ته تللي ول چې له کینټ تاڼې سره نېږدې مخ پټي وسلوال ورغلل او له جومات سره یې نېږدې د خلکو مخې ته وتښتول.
پولیس او ځايي خلک وايي، په هغو کې دوه وروڼه د پولیسو سرتېري ول چې وسلوالو ووژل او مړي یې د بنو مروت کانال یا نهر په سیمه کې غورځولي او درېیم ورور، چې د بنو ډېوېژن د کمېشنر په دفتر کې کار کوي، د وسلوالو په ولکه کې دی. د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې. د بنو ډېوېژن د پولیسو مشر سجاد خان وايي، د وسلوالو د نیولو هڅه کوي. ویډيويي رپورټ.</description>
د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ضلعو کې وسلوالو ۷ پولیس او ۱ ماشوم وژلی دی
            <description>د خیبر پښتونخوا په باجوړ، خیبر او بنو کې وسلوالو په حملو کې اووه پولیس سرتېري او یو ماشوم وژلی دی.د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو د ابابیل ځواک سرتېرو د فبرورۍ پر ۲۵مه پر موټرسایکلونو ګزمه (ګشت) کاوه چې د ضلعې د مرکز خار په نوي کلي کې ورباندې وسلوالو ډزې وکړې.
دی وايي، په پېښه کې څلور سرتېري ځای پر ځای مړه شول او دوه ژوبل شول.
اسرار زیاتوي چې د وژل شویو جنازې د باجوړ په پولیس لاینز کې وشوې.
په همدې حال کې د بنو پولیس وايي چې د ضلعې په حسنخېلو کې وسلوالو درې وروڼه وتښتول چې ورڅخه دوه لږ ساعت وروسته ووژل او بل یې نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.
د بنو پولیسو د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې درېواړه وروڼه د فبرورۍ پر ۲۵مه د تراویح لپاره جومات ته تللي ول چې له کینټ تاڼې سره نېږدې مخ پټي وسلوال ورغلل او له جومات سره یې نېږدې د خلکو مخې ته وتښتول.
بیان وايي، په هغو کې دوه وروڼه د پولیسو سرتېري ول چې وسلوالو ووژل او مړي یې د بنو مروت کانال یا نهر په سیمه کې غورځولي او درېیم ورور، چې د بنو ډېوېژن د کمېشنر په دفتر کې کار کوي، د وسلوالو په ولکه کې دی.
اخوا د خیبر پولیس وايي چې په لواړګي (لنډي کوتل) کې وسلوالو يو پولیس سرتېری او د ماشوم زوی وژلي دي.
د ضلعي پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي مشال راډیو ته ويلي دي چې د فبرورۍ پر ۲۵مه د شپې ناوخته د لواړګي په سلطان خېلو کې وسلوالو د پولیسو پر یو سرتېري سفیر خان اپرېدي او د هغه پر ۱۰ کلن زوی طلحه ډزې وکړې چې پکې هغو ژوبل شول.
نوموړي زياته کړه چې دواړه ټپیان یې لومړی د لواړګي او بیا د پېښور یو روغتون ته ولېږدول چې هلته لومړی پولیس سرتېري سا ورکړه او ورپسې دوه ساعته وروسته یې زوی هم له ژورو ټپونو مړ شو.
د پېښې عيني شاهدانو د فبروري پر ۲۶مه مشال راډیو ته وويل چې اپرېدی تر تراویح وروسته له ماشوم زوی سره د خپل کور مخې ته ولاړ وو چې وسلوالو ورباندې ناتاره ډزې وکړې او وروسته وتښتېدل.
د باجوړ، بنو او خیبر د پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو د درېواړو ضلعو پولیس وايي چې مقدمې یې دایرې کړې دي او د وسلوالو لټون یې پیل کړی دی.
د خیبر پښتونخوا اوسېدونکو په بېلابېلو ضلعو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، غونډې، پرلتونه او جرګې کړې دي او په بیا بیا یې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.
وسلوالو په بنو او لکي مروت کې یو پوسته او یو کور په بم الوځولي 
            <description>د خیبر پښتونخوا په بنو او لکي مروتو کې ناڅرګندو وسلوالو د پولیسو یوه چوکۍ او یو کور په بارودي موادو الوځولي دي.د بنو پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې د فبرورۍ پر ۲۱مه ناڅرګندو وسلوالو په ډومېل وزیر سب ‌‌ډیویژن سیمه کې د پولیسو یوه چوکۍ په بارودي موادو الوځولې ده.
د پولیسو بیان زیاتوي چې په دې پېښه کې مرګژوبله ځکه نده رامنځ ته شوې چې پولیسو یاده چوکۍ څو ورځې وړاندې خالي کړې وه.
بل پلو د لکي مروتو د پولیسو ویاندې قدرت الله د فبرورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې ناڅرګندو وسلوالو د پولیس عسکرو او وروڼو اشفاق او عرفان کور په بارودي موادو الوځولی دی.
قدرت الله وویل چې اوسمهال په دې کور کې څوک نه وو نو ځکه څه ځاني زیان نه دی اوښتی.
بنو او لکي مروت د خیبر پښتونخوا یو له هغو سیمو دي چې په دې وروستیو کې پکې ناامنۍ لا زیاتې شوې دي.
په بنو کې د فبرورۍ پر ۲۱مه هم د وسلوالو او پوځ ترمینځ په جګړه کې د پوځ په وینا، دوه پوځیان او پینځه وسلوال وژل شوي وو.
په لکي مروت کې بیا د فبرورۍ پر څلورمه وسلوالو یو پولیس په ډزو وژلی وو او د فبرورۍ پر پینځمه یې بیا د ګیس نللیکه په بارودو الوځولې وه.
د ایینې وزیرې تره وايي هغه یې خوندي ځای ته رسولې ده
            <description>د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر ډي پي او سجاد حسېن د فبرورۍ پر ۲۰ مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو د ایینې وزیرې ویډیو جوړونکی زعفران وزير په هم هغه ورځ ناوخته خوشی کړی دی. </description>