د اوکراین ولسمشر وولودیمير زېلېنسکي د مارچ پر ۲۷مه د دې هېواد زاپورېژیا سیمې ته، چې له روسيې سره د جګړې اوله کرښه ده، ناڅاپي سفر وکړ.
نوموړي د دې سفر پر مهال د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) له مشر رافایل ګروسي سره هم وليدل او ورسره یې په هغه سيمه کې د اروپا د تر ټولو لويې اټومي بټۍ يا برېښنا کوټ د خونديتوب پر چارو خبرې وکړې.
د اوکراین د ولسمشر له دفتره په جاري شوي بیان کې راغلي، زېلېنسکي رافایل ته ويلي چې روسيه لا هم د دې اټومي بټۍ کنټرول په لاس کې لري او ځکه نو د خونديتوب په اړه يې اندېښنې شته.
بلخوا رافایل پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې له زېلېنسکي سره د یادې اټومي بټۍ په شاوخوا سيمو کې د حفاظتي اقداماتو په هکله غږېدلی دی.
د اوکرين د ولسمشر دفتر د مارچ ۲۷مې په بيان کې زياته کړې چې زېلېنسکي په زاپورېژیا سیمه کې له اوکراينيو ځواکونو سره هم خبرې وکړې او هغوی ته یې سرکاري اېوارډونه ورکړل.
د بیان تر مخه، ولسمشر ته د جګړې په اوله کرښه کې د روانو عملياتو او هلته د موجودو پوځي مهماتو په اړه معلومات ورکړل شول.
په عین وخت کې د اوکراین پوځ ویلي چې د هېواد په دونېڅک سیمه کې درنه جګړه روانه ده.