د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې هیواد یې له ایران سره د جګړې په لټه کې نه دی، خو واشنګټن په شام کې د امریکایانو ساتنې ته ژمن دی.
بایډن د مارچ پر ۲۴مه وویل، امریکا چمتو ده چې د خپلو خلکو د ساتنې لپاره په کلکه اقدام وکړي. دا له هغې وروسته ده چې بایډن په شام کې د ایران د پاسداران انقلاب ځواک سره د تړلو ډلو په ځایونو د غچ اخیستونکي هوایی برید امر ورکړ.
نوموړي د کاناډا اوتاوا ښار ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل، د هوايي برید امر یې وروسته له هغه ورکړ چې د مارچ په ۲۳مه د شام په شمال ختیځ کې له ایران سره تړاو لرونکې ډلې په یوه برید کې یو امریکايي قراردادي ووژل شو او شپږ نور امریکایان پکې ټپیان شول.
د امریکا د دفاع وزارت تر مخه د شام په شمال ختیځ کې د حسکه په سیمه کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پر اډه دا خونړی برید د د کامیکاز بې پیلوټه الوتکې په وسیله شوی وو چې په ځواب کې یې پینټاګون دوو F-15 جنګي الوتکو برید ترسره کړی دی.
د شام د بشري حقونو د څار ډله وايي، په دغه برید کې د ایران ۱۱ پلویان وژل شوي دي.
امریکا د شام په شمال ختیځ کې شاوخوا ۹۰۰ سرتیري په پوستو کې ساتلي ترڅو په اسلامي دولت پورې تړلو ډلو باندې فشار راوړي او د حکومت پر ضد په جګړه کې د کردانو په مشرۍ د شام د جمهوریت خوښه ځواکونو ملاتړ وکړي.