غني له پامپیو سره پر افغان سوله غږېدلي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو. انځور له ارشیفه

افغان ولسمشر اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان سولې بهیر په اړه خبرې کړي.

پامپیو ویلي چې د امریکا اساسي هدف د اوږد مهاله ستراتیژيکو اړیکو د دوام په چوکاټ کې یوموټی، خپلواکه، جمهوري او باثباته افغانستان دی او دې هدف ته د رسېدو لپاره به له افغان حکومت سره یو ځای کار وکړي.

له بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جون پر لومړی د انترنیت له لارې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان سولې په برخه کې پرمختګ شوی او هیله یې وښوده چې د تاوتریخوالي کچه به ټېټه پاتې شي چې دا راز بین الافغاني خبرې پيل شي.

نوموړي زیاته کړې چې د وړوکي اختر د اوربند وروسته په افغانستان کې د تشدد کچه نسبتاً کمه شوې ده.