ایرانۍ رسنۍ وایي، د انقلاب ساتندویه ځواک یو بهرني ټانکر او د هغې عمله نیولې ده.
د ایران نیمه سرکاري خبري اژانس فارس نیوز د ډېسېمبر پر۳۰مه ویلي دا مالومه نه ده چې ټانکر د کوم هېواد دی خو چارواکو ورته ویلي چې د ډېسېمبر پر ۲۹مه یې یوه سمندري بېړۍ چې له یو میلین لیټرو زیات ناقانونه تېل پکې بار ول په هرمز تنګي کې نیولې ده.
ځینو رسنیو ویلي چې د بېړۍ عملې ۱۶نیول شوي وګړي د ملایزیا دي او پاتې ۱۲ د نورو هېوادونو دي.
د سمندري بېړیو نړیوالو کمپینو، چارواکو او بهرنیو حکومتونو لا هم د دې نیونې پخلی نه دی کړی.
د ایران سمندري ځواک زیاتره وخت د فارس په خلیج او هرمز تنګي کې سمندري بېړۍ د تېلو قاچاقولو په تور نیسي خو سږ کال یې ځینې نړیوال بیرغ لرونکي ټانکرونه هم نیولي ول.
دا تر هغه وروسته ده چې امریکا پر ایران ځینې محدویتونه بیا لګولي او نړیوال مارکیټ ته یې د ایرانيو تېلو پر صادراتو بندیزونه لګولي دي.
هرمز تنګی په نړۍ کې د تیلو د رسد یوه له ډېرو مصروفه لارو څخه دی.