د قبایلي ضلعو هر درېم ماشوم د خوړو کمی لري

له ارشیفه

د پاکستان روغتیا ادارې د ۲۰۱۸ز کال د غذايت قامي سروې ترمخه په خېبر پښتونخوا کې۴۰ فیصده خلک د خوړو له کمي سره مخامخ دي چې پکې زیاتره ماشومان او ښځې دي.

دغه سروې چې د جولای پر ۲۳مه خپره شوې ده، دا هم ویل شوي په قبایلي ضلعو کې په هرو لسو کې درې ماشومان د خوړو کمی لري.

د سروې ترمخه په قبایلي ضلعو کې د خوړو کمي له وجې ۲۰ فیصده ماشومان د وزن له کمي سره مخامخ دی.