'نړیواله ټولنه دې له کډوالو سره مرستې زیاتې کړي'

افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال.عکس له ارشیفه

پاکستان، افغانستان، ایران او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې پر نړیوالې ټولنه غږ کړی دی چې له کډوالو سره مرستې زیاتې کړي.

د جون پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د ګډې غونډې وروسته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو اېن اېچ سي ار د پاکستان ویاند قېصر خان اپریدي مشال راډیو ته وویل، په پاکستان میشت کې افغان کډوالو د پاتې کېدو مودې د غځولو په اړه یې هم په غونډه کې د پاکستان د سیفران وزیر شهریار اپریدي سره خبرې وکړې.

په پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو د اوسېدو موده د روانې میاشتې په اخر کې پای ته رسېږي.

د یو این ایچ سي ار ترمخه دا مهال په پاکستان کې خواوشا ۱۴ لاکه او په ایران کې نزدې نهه لاکه افغان کډوال میشت دي.