ترکیه دې له روسیې هوايي دفاعي نظام نه پېري: امریکا

ترکیه: د روسیې یوه جنګي بېړۍ په بوسفورس کې د لنګرېدو مهال، چې په استنبول کې د مېډیټېرانیې سمندرګي ته پر لار ده. مارچ لومړۍ، ۲۰۱۹

امريکا ويلي چې ترکيې ته يې له روسیې د هوايي دفاع نظام رانيولو پر سر خبرداری ورکړی دی. د بهرنيو چارو وزارت وياند رابرټ پلاډينو یې په سېشنبه وويل که چیرې ترکيه روسی اېس ۴۰۰ سسټم رانيسي نو واشنګټن دغه هېواد ته د پرمختللي اېف ۳۵ جنګي جېټ الوتکو پر خرڅلاو له سره غور کولای شي.

امريکا موافقه کړې وه چې ترکيې ته به د پنځم نسل اېف ۳۵، سل جديدې جنګي الوتکي ورکوي خو تر اوسه يې يوازې دوې الوتکې ورسپارلي دي. د امريکا کانګرېس تېر کال [۲۰۱۸م] د نورو الوتکو سپارلو د ځنډولو امر وکړ.

واشنګټن دا هم ويلي چې دوی له هغه وړانديز څخه هم پر شا کېدلای شي چې له مخې يې پر ترکيې د پېټرياټ په نامه توغندي ضد امريکايي دفاعي نظام وپلوري. روسيو رسنيو په فېبرورۍ کې راپور ورکړ، ترکيه اراده لري چې د دوه اعشاريه پنځه بیليونه ډالرو په ارزښت له ماسکوه د اېس ۴۰۰ هوايي دفاع نظام څلور دستګاوې رانيسي.