سعودي یوه مېرمن د واشنګټن لپاره خپله سفیره و نوموله

د امریکا لپاره نوې ټاکل شوې سعودۍ سفیره

سعودي عرب په لومړي وار یوه مېرمن په امریکا کې د سفیرې په توګه په کار وګومارله.

د سعودي عرب سرکاري رسنيو د فبرورۍ پر ۲۳مه ويلي دي چې شهزادګۍ ريما بنت بندر بن سلطان د امريکا لپاره د سعودي عرب د یو پخواني سفير لور ده. نوموړې به د شهزاده خالد بن سلمان پرځای د امريکا سفيره شي.

خالد بن سلمان د ولي عهد محمد بن سلمان کشر ورو دی. خالد د هېواد مرستيال دفاع وزير په توګه نومول شوی دی.

ریما په داسي مهال په امریکا کې سفيره ټاکل شوېده چې سعودي عرب د خبریال جمال خاشقچي د وژنې د پېښې له وجې تر سختو نیوکو لاندې دی.

خاشقجي د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر کې په استنبول کې د سعودي عرب په کونسلګرۍ کې وژل شوی وو.