د ایران ولسمشر پارلمان ته د راتلونکې کال بوديجه وړاندې کړه

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا له خوا د بندیزونو تر بیا لګېدو وروسته لومړۍ کلنۍ بوديجه وړاندې کړې ده.

روحاني نن [د ډېسېمبر پر ۲۵مه] د ۲۰۱۹م کال لپاره د ۴۷.۵ اربه ډالرو بوديجه پارلمان ته وړاندې کړه.

ولسمشر روحاني ویلي چې دا د امریکا له خوا د ظالمو اقداماتو په پام کې نیولو سره جوړه شوې بوديجه ده.

دا بوديجه د تېر کال د بوديجې تر نیمايي هم لږ ده. د دې ځانګړی لامل دا ښودل شوی چې د ایران د پېسو ارزښت ډېر زیات ولوېدی.

تېر کال د یو امریکايي ډالر بيه ۴۲ زره ایراني ریاله وو او اوس یو امریکايي ډالر ۱۰۰ زره ریاله کېږي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران او نړیوالو ترمنځ د ۲۰۱۵م کال له اټومي تړون څخه امریکا و اېسته او پر ایران یې امریکايي بندیزونه بېرته ولګول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه