چارواکي وايي، د ډېسېمبر ۲۱مې پر سهار د شمالي وزیرستان په بویه تحصیل کې پر امنیتي ځواکونو د وسله والو په ډزو کې یو سرتېری ژوبل شوی دی.
دوی د نوم نه ښودو په شرط وویل، د برید پر مهال امنیتي سرتېرو ګشت کاوه. دوی زیاتوي چې ژوبل سرتېری سمدستي پېښور ته لېږدول شوی.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.