افغان ولسمشر وایي، د پلچرخي د زندان د بندیانو په اړه یې د دوهمې څیړنې د ترسره کېدو امر کړی دی.
اشرف غني د چارشنبې په ورځ په دې زندان کې د یوه روغتون او دوو بلاکونو د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده او په یوه جوړه شوې غونډه کې یې وویل چې د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ یوه پلاوی به په دې زندان کې په بلواوو کې د بندیانو د مړینې د ادعاوو په اړه څېړنه کوي.
په دې وروستیو کې په دې زندان کې د بندیانو د بلواو او د په سلګونو بندیانو د ډوډۍ نه خوړلو د اعتصاب په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.
له دې زندانه یو شمېر بندیانو له مشال راډیو په ټیلیفوني تماسونو کې د نورو ستونزو ترڅنګ د اوسېدو د ناوړه شرایطو څخه هم سر ټکولی وو.
د پلچرخي په زندان کې د زندانیانو لپاره په نوي جوړېدونکي بلاک کې به ۲۵۶ کوټې وي چې د درې زره زندانیانو د ځاییدو ظرفیت به لري.