فرانسوي سرتېري پاریس میوزیم ته ورننوتونکی مشوک تن ټپي کړ

France -- French police secure the site near the Louvre Pyramid in Paris, February 3, 2017

د پاریس پولیسو مشر وايي د فبرورۍ پر درېمه یو فرانسوي سرتېري په لاس کې چاړه نیولی یو تن تر ډذو پس زخمي کړی دی چې لووغ نومي میوزیم ته یې د ورننوتو هڅه کوله.

د پولیسو مشر ماېکل کېډوټ وویل فرانسوي سرتېري پر دغه تن پنځه ډزې وکړې چې مشکوک حمله کوونکې یې زخمي کړ. نوموړي وویل په پېښه کې سرتېری لږ زخمي شوی دی. د پولیسو په خبره له دغه تن سره ۲ بستې وې چې پکې بارود و نه موندل شو.

بېلا بېلو خبري رسنیو ویلي چې دغه تن د میوزیم په ته خانه کې د یو دوکان له لارې د ورننوتو کوشش کاوه. د پېښې پس پولیسو یو بل مشکوک تن هم نیولی دی.

پولیسو وویل چې دغه سیمه خالي کړل شوی ده. د هېواد کورنیو چارو وزارت پر ټویټر پاڼه ویلي چې دا پېښه جدي وه.

د میوزیم یوې ویاندې ویلي چې عجاېب ګر دا وخت تړل شوی دی خو تصدیق یې نه کړ چې ایا له کسانو خالي کړل شوی هم دی که څنګه.